هغه اشخاص یا مذاهب کوم دی چه حدیث دحجت په حیث نه منی؟
عبيد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الخوارج، الشيعة، المعتزلة، المستشرقين
الخـــوارج :
خوارج هغه ډله وه چې د حضرت علی رضی الله عنه پر وړاندې يې بغاوت وکړ او پر ځينې صحابه کرامو يې د مشرک تاپه ولګوله ، کبيره ګناه کوونکی کافر بولي ، په موزو باندې د مسح کولو او د واده شوي کس د رجم کولو او نورو صحيح سنتو څخه يې انکار کړی دی .
الشعية :
امام ذهبي رحمه الله اهل شعيه په دوو ډلو ويشلی دي :
الف : هغه ډله چې حضرت علي رضی الله عنه په ټولو صحابه کرامو باندې افضل ګنې او دا ډله بدعت يان دي کافر نه دي .
ب : هغه ډله چې د مقداد بن اسود ، ابوذر غفاري او سلمان فارسي پرته ټول صحابه کرام (العياذ بالله ) کافر ګڼې او په بی بی عايشه بهتان لګوي ، او دوی په نزد صحيح کتاب چې دوی يې د قران وروسته صحيح کتاب بولي چې د الکافي کتاب دی په دغه کتاب کې يې ليکلي دي : كان الناس أهل ردة بعد موت النبي صلى الله عليه وآله وسلم، إلا ثلاثة: المقداد بن الأسود، وأبو ذر الغفاري وسلمان الفارسي رحمة الله وبركاته عليهم.وفيه أيضاً: إن أهل مكه ليكفرون بالله جهرة، وإن أهل المدينة أخبث من أهل مكة، أخبث منهم سبعين ضعفاً.( الکافي جـ 2، ص400
المعتزلة :
معتزله ډله هم د اهل سنت و الجماعت څخه خارج ده ، د ځينې صحيح سنتو څخه يې انکار کړی لکه :
– دا جايز ګڼې چې امت په خطاء جمع کيدای شي ، حال دا چې صحيح حديث دی چې امت په خطاء او ګمراهۍ نه شي جمع کيدای .
– متواتر اخبار حجت نه ګڼې .
– د صحابه کرامو په عدالت باندې طعن واروي .
– د عذاب قبر څخه انکار کوي .
– په شريعت کې قياس باطل ګڼې او داسې نور .
الاستشراق :
د استشراق کلمه د يهودو، نصاراؤ او نورو غربي علماؤ څيړنې او تحقيقات د ختيځ استوګن (خاورميانه ) د مسلمانانو د دين، کلتور او ټولنيز حالت باندې اطلاق مومي .
استشراق له هغه وخت څخه راپيل شو چې کله د اسلام د فتحې کاروان د اروپا تر دروازو پورې ورسيد.
هغه وخت مسلمانانو د يو واحد خلافت او يوې اسلامي نړۍ بڼه لرله چې هغه وخت مسلمانان په علمي، اقتصادي او ټولنيز لحاظ پرمختللي وو.
اروپا هغه وخت د جهل، بې علمۍ اوغفلت کې يو شاته پاتې ژوند تيرولو، چې وروسته يې د مسلمانانو په اړه څيړنې پيل کړې تر څو په دې پوه شي، چې مسلمانانو دا ستر عظمت او پرمختګ په څه ډول لاس ته راوړی دی .
همدارنګه صلیبي لښکرو په ټول توان سره دوه سوه کاله د اسلام پرضد وجنګيدل ترڅو اسلام له مينځه يوسي خو بې له سختې ماتې او سختو درنو تلفاتو بل څه په لاس ورنغلل .
نوځکه وروسته پدې لټه کې شول چې د جنګ له لاری خو څه ونه شول نو يې دا تصميم ونيولو چې يو شمير پوهانو ته دنده وسپاري تر څو اسلام د ننه څخه مطالعه کړي په فريب او مکر سره خپله حقيقي څهره پټه او د ننه په مسلمانانو کې تخريب وکړي په دوی کې د نفاق اور بل کړي او په زړه کې يې شکونه ور واچوي تر څو کمزوري شي او بلاخره د دوی د شوم او باطل دعوت او استعمار لپاره لاره هواره شي (التنصيرفی البلاد الاسلامية ص 39(
ددې شوم هدف په خاطر يې په اسلامي هيوادو کې د اسلام د تخريب لپاره ځينې مزدوران وروزل لکه :
احمد رضا د قاديانې فرقي مؤسس ، محمود أبو رية كاتب مصري او نور ، په اسلامي هيوادو باندې د غربي ديموکراسۍ تپل ، امريکي پوهتنونه او په اسلامي هيوادونو کې تنصيري حرکتونه او نور ..