په محفل او جشن کې د لاسونو ټک وهل (چکه وهل )
په محفل او جشن کې د لاسونو ټکول او چکه وهل د جاهليت له اعمالو څخه دي چې د ځنو په نزد مکروه او دځنو په نزد حرام دي ځکه چې د کافرانو سره مشابهت راځي الله تعالی د مکې د کفارو په توصيف کې فرمايي : « وَمَا كَانَ صَلاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً » [انفال:35]
(د هغوی دعا او عاجزي دمسجدالحرام تر څنګ بې له غږ پورته کولو او چکچکو بل څه نه وه )
د مسلمان د پاره سنت داده چې کله څه داسې شي وويني يا یې واروي چې دده د تعجب او خوښئ سبب شي نو وايې به (سبحان الله ) يا به وايي (الله اکبر) ځکه چې داسې کول د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په احاديثو ثابت شوي دی .
ابن باز – فتاوي معاصرة ص(67)