همت “سباوون” دکندهارنه
دداعوت دویب پاڼی دټولوکارکونکوته د زړه له اخلاصه مننه کوم چی زمونږستونځی حاله وی.
محترما: زما پوښتنه داده که چیری یومسلمان دغیر مسلم ته شراب رواړی دادی مسلمان ته جایز دی ؟
2- سوال په بانکونوکی حساب خلاصول پدی نیت چی ماته په قرعه کشی که جایزه راوزی داجواز لری اوکه نه
په درناوی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د غير مسلم سره د مزدوری د جواز يو شرط دا دی چې دا کار به ذاتاً او آثاراً حلال وي ذاتاً دا چې په هغه کې شرعي حرمت نه وي راغلی لکه : د خوګ غوښه ، شراب ،سود ،فحشاء او غيره او آثاراً دا چې هغه کار او عمل به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي .
او بل دا چې د غير مسلم په مزدوری کې د مسلمان ذلت نه وي داسې کسب چې په هغه کې مسلمان د کافر په نسبت ذليل وي لکه کافر ته د ډوډی راوړل او برابرول ، د روازې خلاصول او داسې نور داسی کول د کراهيت سره جواز لري يعنې مکروه دي .
البته په مزدوری او معاملاتو کې د حربي او غير حربي ترمينځ فرق دی چې پوره تفصيل به يې ورسته راشي .
دوهم ځواب : د بانک په بخت حساب کډون کول حرام دی ځکه دا قمار دی چې د ډيرو کسانو پيسې جمع کيږي او بيا هغه د بخت يا قرغه کشي په ډول يو کس يا څو کسانو ته وځي .
د قمار تعريف دلته وګورﺉ نور تفصيل په لاندې پوښتنو او ځوابونو کې ولولې :
لاټري او بخت حساب
پوښتنه : لاټری چې ديوې کمپنۍ لخواپه زرګونو ټکټونه خرڅ کړشي او دهرټکټ قيمت مثلاً يوه روپۍ وي اوپه ټولو ټکټونو مسلسل نمبر ليکل شوی وي چې دا نمبر کمپنی له ځانه سره ساتلي وي اودنمبر مطابق جايزه ټاکل شوي وي بيا په يوه ورځ داټول ټکټونه يوځای کوي په یوه منګي يا بل څه يې اچوي اوبيا په یوه وړوکي هلک يا بل کس باندې را اخلي نووروسته چې د هر چا نوم راووت د ټکټونوټولی پيسی به دهغه شخص وي اوس کوم کس ته چې دا ټولی پيسی حواله کيږي دا رواه دي او کمينی چې پدې کار سره کمشن اخلي هغې د کميشن اخستل رواه دي ؟
ځواب : دا قمار يا جواري ده شرعاً حرام دی دچاپه نوم چې دغه پیسی راوتلي وي هغه ته يې اخستل حرام دي او همدارنګه کمپنی ته د کميشن اخستل روا نه دي .
داټولی پیسی به خپلو مالکانو ته سپاري اوکه هغه نه وي د هغوی وارثانو ته به يې سپاري .
فتاوي دارالعلوم ۶۳۳ ج ۱
دبلدالحرام د علماوو نظرونه :
پوښتنه : په بخت آزموينه کې کډون څه حکم لري ؟ پداسې شان چې يوڅوک دبخت آزموينې فورمی برابری کړي که جانس ياري وکړي نو لوی دولت به په لاس راوړي اوبل داچې که څوک پدې نيت کډون پکې وکړي چه زه بيا دغه د بخت پیسی په اسلامې فعالتونو کې مصرف کوم نو ددی حکم څه دی ؟
ځواب : دا ډول معامله چې يوڅوک د بخت کارت يا فورم واخلي او بيا په جانس سره پیسی ورته ووځي دا په حکم د برد باخت او قمار دی الله تعالی فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأنْصَابُ وَالأزْلامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٩٠)إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ (٩١) «مائده/90-91-
ای مؤمنانو! داشراب ،قمار،انصاب (نصب کړشوی ډبری د عبادت لپاره ) اوغشي د بخت آزمينی پخاطر داټول ناولي او شيطاني کارونه دي له هغو نه ډډه وکړﺉ هيله ده چې تایې ته به بری درپه برخه شي .
شيطان خو داغواړي چې دشرابو او قمار په وسيله ستاسې په منځ کې عداوت او دوښمني واچوي اوتاسې د خدای ج له يادلو او لمانځه څخه منع کړﺉ نوآیا تاسې له دې چارو لاس اخلی ؟
د قمار وړونکی بدون له کوم مشقت اوزحمت څخه د لوی دولت خاوند ګرځي .
کبيره ګناه ده چې د بت پرستی سره مساوي بلل شوي ده .
او دا روانده چې انسان حرام مال په دې نيت په لاس راوړی چې بيا به يې د خير په کار کې ولګوم .
شيخ ابن عثيمين فتاواي اسلامي- (4/441-442)
پوښتنه : په بعضو هيوادوکې ځنې بانکونه د قرعه کشی لپاره ورقي صادروي دغه ورقې له بانک څخه اخستل کيږي اوهرلکه چې مياشت يا کومه بله ټاکل شوی موده پوره شي قرعه کشي کيږي يوکس ته لوی دولت په لاس ورځي په دې اړه د شريعت څه حکم دی ؟
ځواب : دا کار قمار دی له کبيره ګناهونو څخه شميرل کيږي .
دايمي ټولنه اسلامې فتاوای (4/443)
پوښتنه : ځنې تجارتي مؤسيسات اعلانونه کوي چې هرڅوک دغه اجناس واخلي د جائزې مستحق به وګرځي له دې لاری خلک ورماتوي ترڅود دوی د اجناسو د خريدارۍ سره علاقه مند شي چې ځنی خلک يې د جايزی په نيت اخلي ددی حکم څه دی ؟
ځواب : داکار حرام دی او دقمار يو ډول دی دوی د خلکو مال په ناحقه تر لاسه کوي دا کار يې د خلکو د غلولو لپاره يو سبب جوړ کړی وي
مسلمان سوداګر بايد له دې کار څخه ځان وساتي .
شيخ ابن باز فتاوی (19/398)