د قبر عذاب په روح وي او که په جسد ؟

Da dawat da panree tolo karkawonko ta salamona wrandee kawom
mohtaramo heela da che da pookhtanee ba rata jawab krai

Da qabar azab pa rooh dee ka pa jasad
Aya da qabar azab da gunah pa andaza de
Aya da qabar azab beel dee aw da qiamat pa wraz che hisab kitab woshee la haghee wrosta majazat aw makafat beel dee
jazakallah

اسماعيل ملکزوی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د قبر عذاب حق دی الله تبارک وتعالی فرمايي :

 

النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آَلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ (46 غافر)

«د دوزخ اور دی چې سهار او ماښام هغوی ور وړاندول کيږي او چې کله د قيامت ساعت راشي نو امر به وشي چې آل فرعون سخت عذاب ته داخل کړﺉ»

جمهور علماء په دې نظر دي چې ددې آيت شريف څخه عالم برزخ د مرګ نه ورسته د قيامت تر قيام پورې وخت مراد دی کوم چې د قبر عذاب دی .

بخاري‌ او مسلم‌ او نور‌ په حديث‌ شريف‌ کې له ابن ‌عمررضی الله عنه نه روايت ‌کوي چه‌ رسول‌‌الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إن‌ أحدكم‌ إذا مات‌ عرض‌ عليه‌ مقعده‌ بالغداة‌ والعشي‌، إن‌ كان‌ من‌ أهل‌ الجنة فمن‌ أهل‌ الجنة‌ وإن‌ كان‌ من‌ أهل‌ النار فمن‌ أهل‌ النار، يقال‌ له‌: هذا مقعدك‌ حتي‌ بعثك‌ الله‌ إليه‌ يوم‌ القيامة ‌:

(کچيرې يو د تاسې وفات شي هغه ته به خپل ځای سبايي او بيګايي ورښودل کيږي کچيرې د اهل جنت څخه وي هغه ته به د اهل جنت ځای ور ښودل کيږي او که اهل دوزخ وي هغه ته به د دوزخ ځای ور ښودل کيږي ،او هغه ته ويل کيږي دغه دی ځای ستا تر څو د قيامت په ورځ الله تعالی تا هغه ته وليږي ) .

 

پورته آیت شريف او حديث شريف د قبر د عذاب دلايل دي چې په دې باندې د اهل سنت والجماعت اتفاق دی

 

د قبر عذاب د کافرانو او ځنو ګناهکارو مسلمانانو په باره کې حق دی او مونږ په هغه ايمان لرو د کافرانو په اړه په پورته آیت شريف کې بيان شو او ګناهکارو مسلمانو په اړه هم په احاديثو کې  بيان شوی دی يو مشهور حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته د دوو کسانو د قبر د عذاب خبر ورکوي کوم چې يو کس به په متيازو کې احتياط نه کولو د بولو او ادار څخه به يې ځان نه ساتلو او دوهم کس به د يوه کس خبرې بل کس ته ور وړلی چې دوی دواړه ددی ګناهونو په وجه په قبر کې په عذاب اخته وو .

 

دا چې عذاب قبر په روح وي او که په جسد د علماؤ تر منيځ د نظر اختلاف دي ځنې وايي روحاً دي او ځنې وايی روحاً او جسماً دی .

الله تعالی په هر څه عالم او خبردار دی

همدارنګه د قبر د عذاب موده الله تعالی ته معلومه ده د صالح مسلمان د پاره قبر يوه روضه ده له روضو د جنت څخه او که کوم مسلمان ته د ګناه په وجه عذاب وي کيدای هغه الله تعالی د بل مسلمان د دعا په وسليه يا د صدقي په وسيله پورته کړي .

د قبر د عذاب نه د نجات لاره :

د قبر د عذاب څخه د نجات د لارو نه یوه لاره دا ده چې بيګا سړی د الملک مبارک سورت (تَبَارَكَ الَّذِي) ووايي په فضليت د دغه سورت کې ډير احاديث ذکر شوی دی :

د ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «هي‌ المانعة‌، هي‌ المنجية‌، تنجيه‌ من‌ عذاب‌ القبر ( دا سورت مانع ، خلاصونکی او نجات ورکونکی دی له عذاب قبر څخه ) (انوارالقرآن تفسير ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.