د همزه وصل احکام

تعريف : همزه وصل هغه زياته شوې همزه ده چې د ساکن حرف د لوستلو لپاره کارول کيږي ، په اول د کلمې کې لوستل کيږي او په مينځ د کلمې نه لوستل کيږي .

د قرآنکريم ځینی کلمات داسې وي چې لومړی حرف يې ممکن حرکت (زور،زير،پيښ ) لرونکی وي د دا ډول کلماتو د تلفظ په پيل کولو کې څه مشکل نه وي .

مګر په داسې صورت کې چه د کلمې لومړی حرف ساکن وي نو د هغه د تلفظ شروع غير ممکنه وي نو بايد د هغه د ابتداء لپاره د وصل همزه وکاروو تر څو وتوانيږو د کلمې لومړی حرف تلفظ کړای شو په همدې وجه د (و صل همزې ) په نوم ياديږي .

يعنی د وصل د همزي په وسيله د کلمې لومړی ساکن حرف تلفظ کيږي .

همزه دوه قسمه ده : همزه وصل (ا) او همزه قطع (أ )

همزه وصل : هغه همزه ده چې کله د کلمې په پيل کې راشي تلفظ کيږي مګر کله چې د کلمې په مينځ کې راشي نه تلفظ کيږي .

د کلمې په پيل کې لکه :العمَّ ، المدرسة

د کلمې په مينځ کې لکه : ما اسْمُکَ

همزه قطع : هغه همزه ده چې په هر حالت کې تلفظ کيږي .

د وصل همزه په دريو کلمو اسم ، فعل او حرف کې واقع کيږي .

د همزه وصل حرکات :

۱- حرف :

په قرآنکريم کی هغه حرف چې د وصل همزه اخلي حرف تعريف (الف ،لام ) دی چې د وصل په حالت کې زور اخلي .

کله چې د وصل همزه په لام تعريف داخله شي د د ابتدا او پيل په حالت لوستل کيږي او په مينځ کې نه لوستل کيږي لکه دغه قول د الله سبحانه وتعالی : [التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ] (التوبه:۱۱۲ ) .

وينو چې همزه وصل يوازې په (التَّائِبُونَ) لوستل او په نورو ټولو کلمو کې ساقطيږي او د فتحې (زور) حرکت اخلي

ملاحظه : کله چې همزه استفهام (د سواليه همزه ) په الف لام تعريف داخله شي نو همزه په الف مد بدليږي لکه : (آللّهُ) په لقوله تعالی : [قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ] (فصلت :۴۴ ) .

۲– اسم :

د وصل همزه په سماعي او قياسي اسماء داخليږي ، او سماعي اسماء لس دي چې د هغه څخه اووه اسماء په قرآنکريم کې ذکر شوي دي لکه : (اِبن،اِبنت، اثنان، اثنتان، امرؤ، امرأة، اسم) .

لکه دا قول د الله تعالی :[ اِبْنَ مَرْيَمَ] (البقرة: ۸۷) .

[اِبْنَتَ عِمْرَانَ] (التحريم: ۱۲).

قياسي اسماء :

د خماسي فعل مصدر لکه : اِبتغاء – اِفتراء

د سداسي فعل مصدر لکه : اِستکبار

په اسماء کې د وصل همزه هميشه زير لرونکي وي .

۳- فعل :

د اسم او حرف پرته د قرآنکريم نورې کلمې د فعل دي ،د فعل د کلمې دريم حرف ته ګورو کهچېرې د فعل د دريم حرف حرکت زور يا زير لرونکی وي نو د وصل همزه مکسوره (زير لرونکی ) وي او که د فعل دريم حرف مضموم (پيښ لرونکی ) وي نو د وصل همزه به هم مضمومه وي لکه :

قوله سبحانه وتعالی : [اِهدِنَـا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ] (الفاتحة ) .

و قوله سبحانه وتعالی : [اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لاَ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ] (التوبة: ۸۰).

و قوله سبحانه وتعالی :[اُدْخُلُواْ الْجَنَّةَ لاَ خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلاَ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ].

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟