هغه ښځې چې جامه پر تن لري مګر اصلاً لوڅې وي

آیا هغه ښځې چې جامې پر تن لري مګر اصلاً لوڅي وي دايم په دوزخ کې وي او د دوی دا عمل د ايمان د زوال سبب نه ګرځي ؟ حال دا چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : :« لَا يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ وَلَا يَجِدْنَ رِيحَهَا ..»[1] « داسې ښځې جنت نشي تلای او د هغه بوی به هم و نه مومي »

ځواب :

هغه ښځې چې دا ډول لباس جايز او حلال وګڼي که په دې حالت کې مړې شي کافرې دي او هميشه به په دوزخ کې استوګنې وي او د جنت د تللو د پاره هيڅ لاره نه لري او نه به د جنت بوی و مومي مګر که په حرمت د هغه عقيده ولري نو مرتکب د ګناه کبيره به وي که توبه و نه باسي نو هغه ته به عذاب ورکول کيږي د جنت بوی و نه مومي مګر تر هغه پورې څو د خپلې ګناه عذاب ونه مومي .

دا د اهل سنت (څلورو واړو مذاهبو ) مسلک دی کوم چې ميانه او وسط دی په مينځ د نورو مذاهبو کې لکه مرجئه، خوارج او معتزله …….

فتاوی اللجنة الدائمة للبحوث العلمیة والافتاء (17/1.4)

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.