د طبيعي مد احکام

شپږم درس – د مد احکام ،لومړي برخه

د مد احکام

مد په لغت کې کش کولو ته وايي او د تجويد په اصطلاح کې د مد د تورو صوت ته له طبعی اندازې زيات کش کولو ته مد وايي .

د مد توری دری دي (الف ،واو، ياء ) یعنی چی کله “الف” ساکن ماقبل حرف یې فتحه یا زور ولري لکه :قَال .

او چې کله “واو” ساکن ماقبل یا مخکینی حرف یې ضمه یا پیښ ولري لکه :يقُول

او چې کله “یا” ساکنه ما قبل حرف یې کسره یا زیر ولري لکه : قِيْل

هر کله چې له دغو دريو حروفو وروسته همزه يا سکون راشي د مد توري له طبعي اندازې زيات کش کول کيږي .

يعنی د مد سبب دوه څيزونه دی همزه – سکون .

قصر (لنډول ) قصر د مد ضد دی چی پدی حالت کی د مد حروف په طبعی ډول کش کول کيږي او زیادت نه پکې کیږي يعنی د يوه الف يا دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي دا ځکه چې د مد له حروفو وروسته د مد سبب (همزه اویا سکون) نه وي راغلي .

مد عموماً په دوه ډوله دی.

لومړي- اصلي (طبيعي) مد

دوهم- فرعي یا طویل مد

لومړی- اصلي يا طبيعي مد:

طبيعي مد هغه مد دی چې له مدي حروفو (الف، واو،ياء) وروسته همزه یا سکون نه وي راغلی چې د قصير يا اصلی مد په نامه هم ياديږي چی د يو الف يا دوه حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .

دوهم- فرعي مد:

فرعي مد هغه مد دی چې له مدي حروفو وروسته سبب ( همزه او سکون) راغلی وي ،او دغه مد د طویل مد په نامه هم ياديږي.

د اصلي (طبيعي ) مد ډولونه :

طبعي يا اصلي مد په پنځه قسمه دی چې په لاندې ډول بيانيږي :

۱- مد بدل:

هغه مد دی چی په هغه کې دوی همزی متصل یو په بل پسی راغلی وي لومړۍ متحرکه او دوهمه یی ساکنه وي، دوهمه ساکنه همزه د مد په حرف یعنی “الف” او یا “ی” بدله شوي وي لکه: (آدَمَ) چی دا په حقیقت کی (اَاْدَمَ) وو چی پدې کې دوهمه همزه د مد په حرف یعنې الف باندې بدله شوې او (آدم) ترېنه جوړ شوی، یا لکه: (اِیْمَاناً) چې دا په حقیقت کې (اِاْماَناً) وو چی پدې کې هم دوهمه همزه د مد په حرف یعنې “ی” باندې بدله شوې او(ایمانا) ترېنه جوړ شوی.

د مد بدل کش کول د دوو حرکتونو په اندازه جايز دي چې ځينې علماء کرام یې د کش کولو اندازه تر دوو حرکتونو زياته ګڼې او په مد فرعي کې یې شماري (الميسر المفيد في علم التجويد ص ۷۷ ) .

۲- مد عوض:

کله چې په مفتوح یا زور لرونکي تنوین باندې وقف وشي نو زور لرونکی تنوین په الف باندی عوض کیږي چې په دې صورت کې د دوو حرکتونو په اندازه مد کول واجب دي لکه دغه قول د الله سبحانه وتعالی :[وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا] .

په « أَفْوَاجًا » چې کله وقف وشي « أَفْوَاجَا » لوستل کيږي او د دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .

۳- اصلي حرفي مد: دا هغه مد دی چې د مقطعاتو په ځينو حروفو کې راغلی وي ، او دوه حرکته مد پکې کیږي لکه (حا، یا، طا، ها ، را) چې دا حروف د (حی طهر) په کلمه کې جمع شوی دي.

۴- مد صلهء صغرای یا صلهء قصیر:

کله چې د “ها” ضمير او “ها” اسم اشاره په يوه کلمه کې راغلی وي او له هغه څخه مخکې يا وروسته حرف متحرک وي نو د دوو حرکتونو په اندازه مد پکې ادا کيږي .

چې د پيښ په حالت کې د (واو ) په شان لوستل کيږي او د زير په حالت کې د (ی) په شان لوستل کيږي .

لکه دا قول د الله سبحانه وتعالی : وَامْرَأَتُهُ و حَمَّالَةَ الْحَطَبِ (المسد) .

او فرمايي : فَوَسَطْنَ بِهِ ی جَمْعًا (العاديات ) .

۵- مد تمکین: کله چې دوي “یا” ګانې یا دوه “واو” وونه په یوه کلمه کې راشي په داسې شکل چې اوله “ی” یا اول “واو” ساکن او دوهم متحرک وي نو په دی حالت کې هم دوه حرکته مد ادا کیږي چی دیته مد تمکين وايي او دری حالتونه لري :

الف : کله چې ساکن واو وي ماقبل حرف يې پيښ ولري او د ماقبل مخکې حرف زور ولري لکه : ءأمنوا وعملوا الصالحات }

يا کله چې د ساکن ياء څخه مخکې متحرکه ياء راشي لکه : { في يومين }.

ب ) : کله چې مدي واو د پيښ لرونکي واو وروسته راشی لکه : { يلوون }.

يا د زير لرونکي ياء څخه وروسته مدي ياء راشی لکه : {يحيي ويميت}.

ج ) : کله چې د زېر لرونکي مشددې ياء وروسته مدي ياء راشي لکه : { حُيِّيْتم ، النبيِّين ، الأميِّين }

په پورته دری واړو صورتونو کې تمکين مد ادا کيږي د دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .

Untitled

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟