د غير مسلم سره مصافحه يا په لاسونو ستړي مشي کول

السلام علیکم!
د کافر سره په لاس ستری مشی کول خه حکم  لری (د معمولی کفارو او حربی کفارو سره) لطفا تفصیلی خواب راکری

محمد صابر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول داچې : کافر ته په سلام اچولو کې مخکې والی جايز نه دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلام د ابوهريرة رضی الله عنه په روايت فرمايي « لَا تَبْدَءُوا الْيَهُودَ وَلَا النَّصَارَى بِالسَّلَامِ ….»[1]:

(تاسې یهود او نصارا ته د سلام په کولو کې وړاندې والی مه کوﺉ) .

 د سلام ځواب ورکول دوه صورتونه لري:

اول صورت : کله چې کافر مسلمان ته په واضحو الفاظو ووايي : السلام عليکم سړی به په ځواب کې وايي عليک السلام ، لقوله تعالى : ( وإذا حييتم بتحية فحيوا بأحسن منها أو ردوها ) النساء / 86 ،

دوهم صورت : او که السام لفظ يا نور داسې الفاظ وي چې واضح نه وي د هغه ځواب به يوازې په و عليک ورکول کيږي

انس رضی الله عنه وايي : پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي : « إِذَا سَلَّمَ عَلَيْكُمْ أَهْلُ الْكِتَابِ فَقُولُوا وَعَلَيْكُمْ »:[2]

کله چې اهل کتاب پر تاسې سلام واچوي ،ووايې وعليکم ) .

ځکه چې په دور نبوت کې به چې کله يهودو پر مسلمانانو سلام اچولو نو ويل به يې السام عليکم يعنی مرګ دې وي پر تاسې نو جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم حکم وکړ چې تاسې د هغه په رد کې وعليکم وايي يعنې پر تاسې دې هم وي .‎‎‎

لِما جاء عن ابن عمر رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : “إن اليهود إذا سلموا عليكم يقول أحدهم السام عليكم فقل : عليك ” . رواه البخاري ( 5902 ) ومسلم ( 2461 ) .

د کافر سره په لاسونو روغبړ يا ستړي مشي کول :

د کافر سره د مصافحې يا په لاسونو روغبړ کول هم د سلام اچولو په شان حکم لري چې مسلمان به په هغه کې وړاندې والی نه کوي

وهكذا يقال في المصافحة أيضا ، فلا نبدأ الكافر بالمصافحة ، فإن مدّ يده بالمصافحة صافحناه  (أحكام أهل الذمة” -1/200)

و الله سبحانه و تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.