د تجويد دريم درس – د حروفو مخارج دوهمه برخه

په تير درس کې د ژبې د حصو او غاښونو بيان وشو چې د مخارجو د پيژندو لپاره مهم دي ، اوس د حروفو مخارج په تفصلي ډول بيانيږي :

اول: الحلق (ستونی ):

په حلق کې دری مخرجونه دي (اول د حلق، وسط یا مابین د حلق، آخر د حلق).

له ستوني یا حلق څخه شپږ حروف په لاندې ډول ادا کيږي :

د حلق له شروع یا اولي برخي څخه يعنې د خولې له طرفه “غ” او “خ” ادا کيږي لکه: ( أَغْ ) (أَخْ).

د حلق له منځنۍ برخې څخه “ع” او “ح” ادا کیږي لکه: (أَعْ ) (أَحْ ).

د حلق له آخري برخې څخه یعنی د سینې له طرفه “همزه” او” ها” ادا کيږي لکه (أَءْ) (أَهْـ)

پدې هکله یو شاعر داسې وایي:

حرف حلقی شش بود ای باوفا   همزه ها وعین حا وغین وخا

دوهم: اللسان(ژبه) :

په ژبه کی لس مخرجونه دي چی ۱۸ حروف ورڅخه ادا کيږي.

۱– دق مخرج :

کله چې د ژبی پای یا آخره برخه له نرم تالو سره ولګيږي د “ق” توری ادا کيږي .

۲– د “ک” مخرج:

د “ک” مخرج هم د”ق” په څير د ژبې پای له تالو سره لګېدو سره تلفظ کيږي مګر دومره توپير دی چې د قاف له مخرج څخه لږ بيرون د خولې طرف ته او د هغه د تلفظ پر مهال کوچنۍ ژبه آزاده وي او د ژبی په پای پورې نه سريښيږي .

hmm-5hmm-4

۳- د ” ض ” مخرج :

كله چې د ژبې يو اړخ له ښي یا چپ طرف پاس اضراس غاښونو له داخلي ديوال يا څنګ سره ولګول شي د “ض” توری تلفظ كيږي،البته له چپې خوا څخه يې ادا کول آسانه دي .

مګر له ښی خوا څخه یې ادا کول زيات دی .

إحدى حافتي اللسان مع ما يحاذيها من الأضراس العليا: ومنه يخرج أدق حروف العربية نطقا وهو حرف الضاد (ض). وخروج الضاد من حافة اللسان اليسرى أسهل وأكثر استعمالا من الحافة اليمنى (برنامج الاحکام التجويد ) .

خو پام باید وشي چې ض د “ظ” او “ذ” په څير ادا نه شي .

hmm-3hmm-2

۴- د ” ل “ مخرج :

کله چې د ژبې بيروني برخه يا «طرف اللسان» د پاس ثناياغاښونو له تالو سره ولګول شي د “ل” توری ادا کيږي .

مخرج لام ، طرف اللسان مع أطراف الثنيا العليا (کيف تحفظ القرآن /دوکتور مصطفی مراد).

او ځينې علماء کرام وايي : کله چې د ژبې بيرونی طرف يا د ژبې اړخ د پاسنيو ثنايا ، انياب ، رباعي او ضاحک له تالو سره ولګول شي د “ل” توری ادا کيږي .

  إحدى حافتي اللسان (أو كلتاهما) مع ما يحاذيها من لثة الأسنان العليا (لثة الضاحكين والنابين والرباعيتين والثنيتين): ويخرج منه حرف اللام (ل).(برنامج الأحکام التجويد ) .

۵- د ” ن “ مخرج :

کله چې د لام د مخرج نه لږ کښته د ژبې بيرونۍ برخه (چی په عربی کی ورته طرف لسان او په فارسي کې ورته نوک زبان وایي) د پاس تالو سره د ثنايا ، رباعياتو غاښونو مخامخ ولګول شي د “ن” توری اداکیږي .

۶- د ” ر مخرج :

کله چې د ژبې نوک يا طرف لسان او د هغه د شاه څه برخه د پاس غاښونو (ثنايا ، رباعياتو ) د تالو سره ولګول شي د “ر” توری ادا کیږي .

۷- د د،ت٬ ط” مخرج :

کله چې د ژبې نوک د پورته ثناياوو له بيخ سره ولګيږي د “د” ، “ت” او“ط” توري ادا کیږي ،خو دومره توپير شته چې د” ط ” حرف د استعلاء د صفت د لرلو له کبله ډک ادا کيږي او د “دال” او”تا” حروف تش یا باریک ادا کیږي .

hmm-6hmm-7

۸- دذ،ث ،ظ مخرج :

کله چې د ژبې نوک د پورته ثناياوو له څوکې(سر) سره ولګيږي د (ذ،ث ، ظ ) حروف ادا کيږي خو دومره توپير شته چې د ” ظ ” حرف د استعلاء د صفت د لرلو له کبله ډک ادا کيږي او د ” ذال ” او” ثا ” حروف تش یا باریک ادا کیږي .

hmm-8hmm-9

۹- دس،ز،ص مخرج :

کله چې د ژبې څوکه د لاندنيو ثناياوو د داخل طرف سره ولګول شي نو د “ز،س،ص” توري ادا کيږي خو دومره توپير شته چې د” ص” حرف د استعلاء د صفت د لرلو له کبله ډک ادا کيږي او د ” ز ” او” س ” حروف تش یا باریک ادا کیږي .

hmm-10hmm-11

۱۰- دج،ش،ي مخرج :

کله چې د ژبې منځنۍ برخه د د پاس تالو سره ولګيږي نو د “ج ، ش،ي” توري تلفظ کيږي .

او دلته د «ي» د حرف څخه غير مدي «ي» مطلب ده .

دریم: شونډې

په شونډوکښې دوه مخرجونه دي: د “ف” مخرج او د “ب، م، و” مخرج چی څلور توري په لاندې ډول ورڅخه ادا کيږي :

۱- کله چې پاسنۍ او لاندينۍ شونډې سره ولګيږي د “ب” او “م” توري ادا کيږي خو دومره توپیر شته چی “ب” د شونډو له لانده (داخل) طرف څخه او “م” د شونډو له وچ(بیرون) طرف څخه ادا کیږي او د “م” په ادا کولو د خيشوم مخرج هم برخه اخلي .

او كله چې دواړه شونډې د ګل د غوټۍ په څېر راغونډې شي او سره ونه لګول شي بې مده “و” ادا کيږي .

۳- کله چی د لاندینۍ شونډې ګیډه د پورته ثنایا غاښونو له څوکو سره ولګول شي د ” ف” توری ادا کيږي .

hmm-12hmm-13

څلورم: خیشوم(دپوزي بیخ یا دپوزي آخره برخه).

له خیشوم څخه غنه ادا کیږي( غنه هغه آوازته وایي چې د غرڅه له آواز سره مشابه وي یعنې کله چی غرڅه خپل بچي ته آواز کوي نو آواز یی له غنی سره مشابه وي) ، کله چی نون اومیم مشدد واقع شي نو او يا غنه لرونکی ادغام مينځته راشي ، غنه ادا کيږي.

پنځم : جوف (د خولې داخلي خاليګاه ).

له دغه ځای څخه دری مد لرونکي توري ادا کيږي .

۱- “و” کله چې ساکن وي او له هغه څخه مخکې حرف پيښ ولري لکه “المغضُوْب “

2- “ی” کله چې ساکنه وي او مخکې حرف يې زير ولري لکه ” نستعِيْن “

3- “الف” کله چې ساکن وي او له هغي مخکې حرف زور ولري لکه ” قَاْلَ” .

چی ښه مثال یې( نُوْحِیْهَا) دی.

د مخارجو د لنډيز جدول

مسلسل نمبر

الحروف توري

خاص مخرج

د مخارجو شمير

عام مخرج

شميره

۱

ء ، ها

اقص الحلق (د ستوني آخري برخه)

۱

الحلق (ستونی)

۱

۲

ع،ح

وسط حلق (د ستوني مينځنې برخه)

۲

۳

غ،خ

أدنی الحلق (د ستونې لومړۍ برخه )

۳

۴

ق

اقصی اللسان (کله چې د ژبې پای د نرم تالو سره ولګول شي ) .

۱

اللسان

ژبه

۲

۵

ک

د «ق» د مخرج سره نږدې لږ د خولې بيرون طرف ته .

۲

۶

ج،ش،ی

وسط اللسان (کله چې د ژبې مينځنۍ حصه د مقابل تالو سره ولګول شي ) .

۳

۷

ض

حافة اللسان (كله چې د ژبي يواړخ  له  ښي یا چپ طرف پاس اضراس غاښونو د داخلي ديوال سره ولګول شي) .

۴

۸

ل

طرف اللسان(کله چې د ژبې څوکه د پاس د ثنايا غاښونود تالو سره ولګول شي ) .

۵

۹

ن

طرف اللسان (کله چې د ژبې څوکه د پاس ثنايا ،رباعياتو د تالوسره ولګول).

۶

۱۰

ر

طرف اللسان (کله چې د ژبې څوکه د پاس تالوسره  د رباعياتو اوثنایاوو غاښونو مينځ کښی ولګول شي).

۷

۱۱

د،ت،ط

طرف اللسان (کله چې د ژبې نوک د پورته ثناياوو له بيخ سره ولګيږي).

۸

۱۲

ث،ذ ، ظ

طرف اللسان (کله چې د ژبې نوک د پورته  ثناياوو له څوکې (سر) سره ولګيږي  ).

۹

۱۳

س،ص،ز

رأس اللسان (کله چې د ژبې څوکه د لاندنيو ثناياوود داخلي طرف سره ولګیږي).

۱۰

۱۴

ب،م ،و

مابين الشفتين (کله چې پاسنۍ او لاندينۍ شونډې سره ولګيږي ) .

۱

الشفتان

شونډې

۳

۱۵

ف

کله چې لاندې شونډه د پاس غاښونو سره ولګول شي .

۲

۱۶

ا،و ،ي

الجوف (د خولې خاليګاه څخه راوځي )

۱

جوف

د خولې خاليګاه

۴

۱۷

غنه

الخيشوم (د پوزې له پيخ څخه راوځي )

الانف

پوزه

 ۵

تمرين :

۱- د قصی اللسان د ژبې کومه برخه ده او ددې برخې څخه کوم حروف ادا کيږي ؟

۲- د (ضاد) د حرف مخرج بيان کړئ او د (ظاء او ذال ) حروفو د ادا کولو سره يې څه فرق دی .

۳- د (ذال ) د حرف مخرج بيان کړئ او د (زاء ) د حرف سره په ادا کولو کې څه توپير لري ؟

۴- د (حاء ) او (هاء ) د حروفو په ادا کولو کې څه فرق دی ؟

۵- د (سين ) او (صاد) د حروفو په ادا کولو کې څه فرق دی ؟

۶- د (طاء) مخرج کوم دی او (تاء) سره کوم فرق لري او که نه ؟

دعوت نیوز.کام – علوم القرآن څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟