په څه ډول لمس سره اودس ماتيږي ؟

محترمو استادانو او ددین لارښوونکو
لوی څښتن تعالی مو ددی لوی او عظیم خدمت چه له اسلامی امت سره یی کوی پر دنیا او اخرت  اجر درکړی.
دوه پوښتنی لرم که جواب یی راکړی ډیره مهربانی به وی
1 دخپلی میرمنی لمس کول تر کومه حده پوری اودس ماتوی ؟
2 د ریا کار- منافق – جاسوس – د کغار تابع او خادم افشا کول او غیبت کول جایز دی او که نه

عبدالقدير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام ابوحنيفه او په يو روايت کې د امام احمد په نزد د زنانه په مسح کولو سره ادس نه ماتيږي بلکي د شهوت د ابو په وتلو سره اودس ماتيږي او يوازې په لمس سره اودس نه ماتيږي ، ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ځنې بېبيانې مچي کولې بيا به يې لمونځ کولو اودس به يې نه کولو په دليل د دغه حديث شريف : عن عائشة رضي الله عنها أن النبي صلى الله عليه وسلم : ( قَبّل امرأة من نسائه ثم خرج إلى الصلاة ولم يتوضأ ) أبو داود في الطهارة (178،179،180) ، والترمذي في الطهارة (86) ، والنسائي في الطهارة (1/104) وابن ماجه في الطهارة ( 502) .

جاء فی الموسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء الاسلام ) :

يختلف الفقهاء في انتقاض الوضوء بلمس الرّجل للأنثى المشتهاة .

فعند الحنفيّة ، وفي روايةٍ عن الإمام أحمد أنّ الوضوء لا ينتقض باللّمس ، لرواية عائشة رضي الله تعالى عنها : « أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم قبّل بعض نسائه ، ثمّ صلّى ولم يتوضّأ » (موسوعة الفقهية ) .

د دوهم سوال ځوب : حربي کافرانو د جاسوس ،مرستندوی او ملګري افشاء کول واجب دي ځکه هغوی د اسلام پر خلاف د کفر د مرستي او بقاء لپاره فعاليت کوي لقوله سبحانه تعالی :قال الله تعالى: (ولا ينالون من عدو نيلا)، مګر د رياکار او منافق صفته مسلمان او هغو کافرانو چې د مسلمانانو سره جنګ نه کوي د هغوی د بدو اعمالو بيانول د اصلاح په نيت جايز دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.