د شرابو څښلو د لوښو استعمال څه حکم لري ؟

سلام عليکم هيله کوم زما د پوښتنې ځواب راکړې زه په المان کې اوسيږم او له ما سره په يوه کور کې داسې کسان ژوند کوي چې هغوی شرابخوري زما زړه کې داسې شک وي چې دا لوښي تل زما کالي او د دروازو دستګيرونو باندې چې دوی لاس وهي نو لاس به يې نجس وي او زما زړه نه غواړي چې په کور کې له دې شيانو استفاده وکړم ډير مې فکر خرابدی ايا دا لوښي يا کالي يا نور ذکر شوي شيانو سره چې دوی تماس نيسي پاک دی که نه

 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الخمر (شراب) جنس دي ، لقوله سبحانه وتعالی :: {إنما الخمر والميسر والأنصاب والأزلام رجس من عمل الشيطان} [المائدة 5 / 90].

غوره دا ده چې د هغوی د هغو لوښو څخه چې شراب پکې خوري استفاده ونشي ، مګر که د نورو لوښو امکان نه وي د مينځلو په صورت کې يې استعمال جايز دی .

د دروازې په دستګير او نورو کچېرې لمدوالی وي نو د لاسونو په مينځلو سره پاکيږي .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يو کس پوښتنه وکړ چې زه د کافرانو او مشرکينو په ملک کې اوسيږم نو آيا د هغوی په لوښو کې خوراک کولای شم ؟ رسول الله وفرمايل :«إن وجدتم غيرها فلا تأكلوا فيها، وإن لم تجدوا غيرها فاغسلوها ثم كلوا فيها».

ژباړه : که دې نور لوښې پيدا کړل نو په هغو کې خوراک مه کوه ، او که دې پيدا نه کړل ، هغه پرېمنځه او بيا په هغه کې خوراک کوه .

يادونه : په تاسې واجب ده چې هغوی ته نصيحت وکړئ ، که نصحيت نه قبلوي ، نو د امکان په صورت کې د هغوی څخه جلا اوسيدل پکار دي او که دا امکان نلري د هغوی د اعمالو څخه نفرت کول پکار دي .

و بالله توفيق

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.