د څو شرعي پوښتنو ځوابونه

لومړی سلامونه اونیکی تاسی ته ډالی کوم الله ج دی وکړی چی روغ اوجوړاوسی ستاسی نه یوه نړی مننه
۱ په لوڅ سر د نارینه لمونځ کیږی اوکنه ۲- په سرویس موټرکښی چی کله ښارته تګ راتګ کواو بل ځای د لمانځه نوی زمونږلمونځ کیږی اوکنه
۳ کورس ښارکلپ پارک داسی نوروځایونوکښی چی دلمانځه کوم خاص ځای نوی څه وکړم
۴ دښځو دورځ لمانځل مبارکی ورکول رواه دی اوکنه
۵ارمونیه یاباجه وهل داهم حرام دی اوکنه
۶اوس په افغانستان کښی دپولیسو او اردوسره جهادکول رواه دی اوکنه
۷ زه اوزګاریم که چرته راته په هوټل کی چی دخوګ یاخنزیر غوښه پخیږی کارکول رواه دی اوکنه حال داچی کارپیداکول ډیرګران دی
۸ دهغه چاسره چی دالله په موجودیت منکروی ډوډی یوځای خوړل رواه دی اوکنه لکه کمونست
۹ جره ځوی دی په کور وی حج دی کیږی اوکنه
بښنه غواړم سوالونه می ډیردی هیله ده چی ځواب یی لګ زر راکړی الله به یی اجردرکړی .

مننه سیدخالد له سویډن څخه

 —————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اول سوال ځواب دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/2625

د دوهم سوال ځواب :

په موټر ، طياره وغيره کې د لمونځ کولو حکم دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/6200

د دريم سوال ځواب :

لمونځ په خپل وخت کې يوه فرض شوې الهي برنامه ده لمونځ د هيڅ کار تابع نشي ګرځول کيدای او نه هم د کار له وجې د لمونځ قضاء کيدل عذر ګنل کيږي ، بلکي ټول فعاليتونه به د لمونځ تابع وي په ټولو کارونو او فعاليتونو کې به د لمونځ وخت په نظر کې نيول کيږي .

لقوله سبحانه وتعالی : ان الصلاه كانت علي المومنين كتابا موقوتا

د عذر نه بغير د لمانځه تأخير (نا وخته کول)  بيان دلته وګورئ

څلورم سوال ځواب :

د ښځو د ورځې يا د مور د ورځې لمانځل په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نه لري دا عمل د کفري قومونو يو نمايشي شعار دی اسلام هر لحظه ښځه او مور په پوره عزت او وقار سره لمانځې کافرانه نمايشي لمانځلو نه څه ضرورت شته او نه دا په اسلام کې څه اصل لري .

تفصيل دلته وګورئ .

پنځم سوال ځواب : د ارمونيې او رباب وهل حرام دي ځکه د موسيقي آلات بلل کيږي تفصيل دلته وګورئ

شپږم سوال ځواب : کومو کفارو چې د اسلام په خاوره تيری کړی وي مسلمانان وژني نو مسلمانانو ته د الله تعالی حکم دی چې هغوی ووژنئ ( جهاد ورسره وکړئ ) د کفارو په فوځ چې هر څوک د اسلام او مسلمانانو پر خلاف جنګيږي هغوی به هم د کفارو سره يو ځای وژل کيږي .

څوک چې د کفارو په فوځ کې د مسلمان پر ولس ، کلي او کور تيری کوي او غواړي هغه ووژني ، حتماً به دوی هم د اسلامي جهاد او دفاع په موخه وژل کيږي او د کفارو سره يو ځای به مرداريږي .

لقوله سبحانه وتعالی : ( و قاتلوا في سبيل الله الذين یقاتلونکم ) يعنې د الله په لاره کې له هغو کسان سره جهاد وکړﺉ چې تاسې وژني

د اوم سوال ځواب :

په هوتل کې چې د خوګ غوښه پخيږي يا تياريږي کار کول څه حکم لري تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/6129

آتم سوال ځواب :

د غير مسلم او غير کتابې د لاس ذبحه مرداره ده نور د کفارو خوراک او ډوډی خوړل جايز دي .

  1. و الله سبحانه وتعالی اعلم
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.