د هغې خور حال کوم چې خپل ويښتان په سر باندې دروي ؟؟؟؟

بسم الله الرحمن الرحیم ه
محترمو وروڼو اسلأم علیکم!
پوښتنه مې دا ده دچه کله یوه خور خپل ویښتان جګ وتړی
او  بیایی په سر حجاب بسته کړی ،د اسلأم له نظره دا سمه ده او که نه؟ هدف د ویښتانو تړل دی .الله(ج)د تاسی ټولو ته دنیوی او اخروی اجر درکړی والسلأو!

بشارت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دور نبوت ، دور صحابه ، دور تابعين او خيرالقرون کې د مسلمانانو ښځو عادت شريفه د ويښتانو کوڅۍ کول ؤ .

دا چې ويښتان را ټول کړي او د سر په شا طرف کې يې دروي دا د کافرو ښځو عمل او تقليد دی او ددې څخه په اسلامي شريعت کې منع راغلي او په اړه يې سخت وعيد ذکر شوی دی :

ابی هريرة رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه روايت کوي چې په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلی يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان ) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي او بله ډله بې حجابه ښځې ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها، وإنَّ ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا» (مسلم ) .

هغه ښځې دي چې جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومی .

د [رؤوسهن كأسنمة البخت المائلةمطلب امام نوی رحمه الله ، ابن عثيمين او عبدالرحمن الجبرين داسې بيان کړی دی :

چې دوی به خپل د سر ټول ويښتان د سر شاته ټولوي چې داسې به ښکاري لکه دوه سرونه ، نو دغه دوهم سر يې داسې ښکاري لکه د اوښ بوکام ځکه د اوښ بوکام هم د نورې شا څخه پورته وي ، او دا د تحريم دليل دی په دې باندې چې مسلمانه ښځه به ويښتان داسې نه دروي ، خو نن ډيرې مسلمانې ښځې په دغه ناوړه کار اخته دي .

دوی فکر کوي چې دا يو سينګار او فيشن دی مګر په اصل کې ډير بد ښکاري چې خپل ښکلي سر ته يې يو اضافي بوکام جوړ کړی وي .

او د افسوسه خبره بيا دا چې د هغه د پاسه يې ښه حجاب هم کړی وي .

دا ځنګه حجاب او پرده ده چې په سر يې اسلامي حجاب او د هغه د لاندې دې شيطاني نښان درولی وي ، له يوې خوا د با حجابه ښځې دعوی او له بلې خوا د فرنګي ښځې تاپه او نښان پر ځان لګوي .

د الله سبحانه وتعالی دين خالص دی ، شريعت يې خالص دی ، عبادت او اطاعت يې بايد خالص وي ، په پاک او خالص نيت ، پاک او خالص طور اسلامي حجاب ومنئ او په هغه باندې عمل وکړئ ، داسې نه چې نيمه شرعي وي او نيمه شيطاني وي .

د الله تعالی له نيولو څخه ووېرېږئ ګورئ د هغه (جل جلاله ) نيول ډير سخت دي .

و اما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.