دا کتاب چې د ځينو با احساسه مسلمانانو وروڼو په مالي لګښت او انفاق دوه ځله مخکې چاپ شوی وو ، او افغان پاک دامنه غيرتي او د اخلاقي فساد او فحشاء سخت مخالف مسلمان ولس يې دود هرکلی وکړ، اوډيرو کسانو يې غوښتنه کوله يو ځل بيا په زرګونو جلده د مسلمانانو په مالي لګښت چاپ شو ، او ان شاء الله په لنډ وخت کې به نور هم چاپ او ولس ته تقديم شي .
دا وړوکۍ کتاب د ستر او پراخه اخلاقي فساد پر وړاندې مبارزه کوي .
دا کتاب په قوي شرعي دلائلو ترتيب شوی دی ، لوستل يې د هر مسلمان او مسلمانې لپاره ضروري دي
دا کتاب د هغه چا ملګرتيا کوي چې غواړي له شيطاني او شهواني لارې خپل پريکون اعلان کړي .
د پاکدامنۍ لاره اختيار کړي ، فلاني او فلانۍ له مجازي عشق نه د خپل رب (جل جلاله ) د حقيقي عشق په لورې روان شي
د کافرانو او فاسقانو له تقليد څخه ځان خلاص او د صالحان ملګری شي