د قرآنکريم د تلاوت په وخت کې حرکت يوې او بلې خواته ښوريدل څه حکم لري؟

لومړی تر هرڅه خپل د مینی ډک سلامونه ستاسو درانه حضور ته وړاندی کوم، خدای ج دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست او د صحت جامی به مو په تن وی

وروسته تر سلام که د مهربانی له مخی لاندی سوالونه کوم چی زه پکښی معلومات نلرم را ځواب کړی ستاسو د ښه نیت څخه به لیری نه وی. خدای ج دی تاسوته ددی لوی خدمت په بدله کښی اجر، ثواب او جنتونه در په نصیب کړی

په مننه

1- د اوداسه په وخت کښی د کومو اندامونو د پریوللو پر مهال دعا ویل کیږی او هغه کومی دی؟

2- کوم وخت چی زه یوه ښه کړنه تر سره کوم نو ناببره می په زړه کی یوه شیطانی وسوسه  پیدا سی نو که د مهربانی له مخی د دغی ناوړی وسوسی د محوه کولو لپاره را ته لار ښوونه وکړی مهربانی به مو وی ځکه چی ډیر ورسره په تکلیف یم.

3- که د ادرار کولو په وخت کښی د زور وهلو په موخه د انسان د تناسلی آلی څخه یو مقدار منی بیله شهوته خارج سی غسل لازمیږی که نه ؟

4- آیا د تلاوت کولو په وخت کښی ښوریدل په اسلام کی جواز لری؟

احمد زهين لمر

 

 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله والصلوة والسلام علی رسوله و آله و صحبه… و بعد:

د اول سوال ځواب :

د اوداسه په شروع کې بسم الله او په پای کې دعا او شهادتين لوستل کيږي د اندامونو د مينځلو په وخت د جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه کومه دعا ويل نه دي ثابت شوي نور تفصيل دلته وګورئ او همدارنګه دلته وګورئ  .

د دوهم سوال ځواب :

د شيطاني وسوسو د دفع د پاره د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک داسې دی : أن عثمان بن أبي العاص …… فإذا أحسسته فتعوذ بالله منه. واتفل على يسارك ثلاثا” (المسلم 2203 ) يعنې کله چې د شطان له وسواسو سره مخ شوې اغوذ بالله ووايه او چپ طرف ته تف کړه دری ځله .

د دريم سوال ځواب :

د مذي او ودي په وتلو سره غسل نه واجبيږي نور تفصيل دلته وګورئ

د څلورم سوال ځواب :

د قرآنکريم د تلاوت پر مهال ښوريدل

د قرآنکريم د لوستلو په وخت کې ښي او چپ طرف ته حرکت او کږيدل باک نه لري ځکه دا عبادت نه دی چې بدعت وشميرل شي بلکي دا د ځنو خلکو عادت دی ، هغه څه چې له هغو څخه منع شوي په دين کې بدعت کول دي .

پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي: «مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ»[1]

«هر چا چې زمونږ په دين کې نوي شی پيدا کړل کوم چې په دين کې نه وي مردود دي »

د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه 4/116

مګر ځنې علماء بيا په دې نظر دی چې داسې حرکات د قرآنکريم له ادب او احترام سره مناسب نه دي بلکي واجب ترک دي چې په دې اړه اوږده بحثونه شوی چې هغه دلته نه ځايږي . و الله تعالی اعلم

و بالله التوفیق و صلی الله علی نبینا محمد و اله و صحبه و سلم

دعوت نیوز.کام


[1] بخاری او مسلم  بخاری2697 او مسلم 1718

 

 

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟