د قرآنکريم تلاوت د عربي څخه بغير پر بله ژبه

سوال: لکه څرنګه چی تاسی ټولو ته معلومه ده چی قران کریم په ډیرو ژپو ژباړل شوی دی، که چیرته یو څوک د قران کریم تلاوت صرف د هغه د ترجمه په واسطه وکړی او په عربی یی  ونکړی ایا په اجر او ثواب کی کوم فرق راځی؟ شاید هغه کس د عربی څخه دغه ژباړل شوی(پښتو، فارسی) په صحیح توګه ولولی او په معنی یی پوه شی.

 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قرآنکريم د عربي څخه پرته په نورو ژبو باندې تلاوت ، خپرول او ليکل جواز نلري او هم د عربې څخه بغير د قرآن يوازې ژباړې تلاوت د قرآنکريم د تلاوت ثواب نلري ځکه چې قرآنکريم په عربي ژبه نازل شوی دی د عربې څخه پرته د قرآن يوازې ترجمه د قرآن حکم نلري .

لقوله سبحانه وتعالی : وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ قُرْآَنًا عَرَبِيًّا (طه ۱۱۳ ) .

(وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا(الرعد ۳۷ ) .

قُرْآَنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (الرمز ۲۸ ) .

د أم القری د پوهنتون متخصصين د پورته مسئلې د حرمت د بيان وروسته ليکي :

ځېنې اسلام دوښمنه حلقي غواړي چې د عربي څخه پرته قرآن خپور کړي او دا کار په امت کې رواج کړي په دې بهانه چې خلک په عربي نه پوهيږي ددې کار د دوی لاندې دوه هدفه دي :

۱- د عربي پر وړاندې جنګ او مخالفت .

۲- د عثماني مصحف د رسم تغيرول .

ځکه د عربي پر وړاندې جنګ او مخالفت د شريعت د ټولو علومو پر وړاندې جنګ دی او همدارنګه د هغه اهل او د هغوی د افکارو پر وړاندې جنګ دی ، په تحقيق سره پخواني او اوسني علماء په دې باندې متفق دي چې د عربي زده کول واجب دي ځکه چې د نورو شرعي علومو زده کول واجب دي .

الله سبحانه وتعالی ددې څخه عاجز نه وو چې پر بله ژبه قرآن نازل کړي لکن دا د دوښمنانو په زړه کې د عربي پر وړاندې يو حسد او عناد دی .

پس د عربي پر وړاندې مخالفت د هغه ژبې پر وړاندې مخالفت دی کومه چې الله تعالی غوره کړې ده
إلى أمرين خطيرين تنتج عنهما آثار ناسفة لمقومات الأمة الإسلامية كلها ، وهما :
1 – محاربة اللغة العربية . .
2 – تغيير الرسم الاصطلاحي للمصحف العثماني . .
ومحاربة اللغة العربية هي محاربة لجميع علومها ، واحتقار وازدراء لأهلها ، وأفكارهم واجتهاداتهم . .
وقد أجمع العلماء – قديما وحديثا – على وجوب تعلم العربية ، لأن ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب . ولم يكن الرب – سبحانه – عاجزا عن إنزال  – ص 10 – القرآن بلغة غير العربية ، ومن هنا ينبعث الحسد والحقد في صدور الأعداء ! ومن هنا – أيضا – نعتقد أن كل من حارب اللغة العربية فإنما يحارب اللغة التي اختارها الله 
(جامعة ام القری ) .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟