کافر ته د قرآنکريم ورکول

ګرانو او معززو استادانو اوددین لارښوونکو

اسلام علیکم ورحمت الله برکاته

لوی څښتن تعالی دی په دین او دنیا کامیاب او سر لوړی لری . زما یوه پوښتنه ده که مهربانی وکړی او ځواب یی راکړی. هغه دا که یوه کافر چه ایمان یی نه راوړی قران عظیم الشان غواړی. ایا دا جایز ده چه مسلمان قران عظیم الشان  کافر ته ورکړی. بل پوښتنه می داده ځنی مسلمانان افتخاری پګړی دکافران په سر ږدی ایا دا جواز لری. که په دی هکله مفصل معلومات راکړی ډیره مهربانی به مو وی او آلله ج دی اجر عظیم در کړی.

وسلام

عبدالقدیر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که کافر شهادتين و لولي په اسلام کې داخل شي  نو قرآن به د هغه په اختيار کې ورکول کيږي او يا که د هغه د اسلام راوړلو هيله پيدا شي نو هغه ته د قرآنکريم ژباړه ، تفسير ، حديث او نور اسلامې کتابونه ورکول باک نه لري .

بغير له دې کافر ته د قرآن ورکول جايز نه دي ځکه کيدای شي د هغه اهانت وکړي مګر کولای شﺉ هغه ته د قرآنکريم تلاوت  وکړی او هغه د اسلام دين ته دعوت کړﺉ .

الله تبارک و تعالی فرمايي :

[وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لا يَعْلَمُونَ (6)]

( که يو له مشرکينو له ستا څخه پنا وغواړي ، هغه ته پناه ورکړه تر څو د الله تعالی خبرې واروي ، وروسته يې د خپل امن ځای ته ورسوه ځکه چې هغوی د ناپوهانو ډله ده) . (توبه ۶ )

له رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  روايت دی :[ كَانَ يَنْهَى أَنْ يُسَافَرَ بِالْقُرْآنِ إِلَى أَرْضِ الْعَدُوِّ؛ مَخَافَةَ أَنْ يَنَالَهُ الْعَدُوُّ ] بخاري (2990) او  مسلم (1869)

(پيغمبر صلی الله عليه وسلم  د کفر ملک ته د سفر په وخت کې د قرآنکريم له وړلو منع فرمايلی ، ددې ويره چې قرآن به د دوښمن لاس ته ولويږي ).

جاء في موسوعة الفقهية :

يُمْنَعُ الْكَافِرُ مِنْ مَسِّ الْمُصْحَفِ ، كَمَا يُمْنَعُ مِنْهُ الْمُسْلِمُ الْجُنُبُ ، بَلِ الْكَافِرُ أَوْلَى بِالْمَنْعِ ، وَيُمْنَعُ مِنْهُ مُطْلَقًا ، أَيْ سَوَاءٌ اغْتَسَلَ أَوْ لَمْ يَغْتَسِلْ ، وَفِي الْفَتَاوَى الْهِنْدِيَّةِ : أَنَّ أَبَا حَنِيفَةَ قَالَ : إِنِ اغْتَسَلَ جَازَ أَنْ يَمَسَّهُ ، وَحُكِيَ فِي الْبَحْرِ عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ وَأَبَى يُوسُفَ الْمَنْعَ مُطْلَقًا ( موسوعة الفقهية جزء ۳۸ ص ۱۹ ) .

د دوهم سوال ځواب به وروسته راشي

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.