۳۶۰ خبرې/ دېرشمه برخه

امین وردګ

*****************

بارداره ونه

۱۴۶مه خبره- دا خبره خو بۀ مو بیخي ډېره آورېدلې وي چې وایي: (بارداره ونه تل پۀ ډبرو ویشتل کیږي) خو دې نکتې ته مو نو بیا سم نۀ دی پام؛ چې دا بله یې پۀ تبر وهل کیږي، ټوټې کیږي او بیا اور ته اچول کیږي؛ تاسو پوه شوئ چې ما څهٔ وویل؟

 

مهرباني

۱۴۷مه خبره- مهرباني یوازې دا نۀ ده چې تل د نورو پر سرونو لاس کشوې، بلکې پۀ خپل وخت او پهٔ خپل ځای کې څاپېړه ورکول هم یو ډول مهرباني بلل کیږي.

 

مینه

۱۴۸مه خبره- مینه مېلمنه وي! مطلب د مېلمنو ډېر قدر کوئ او پام پرې کوئ.

 

شهوت

۱۴۹مه خبره- شهوت کهٔ مینه ناک دوست دی، خو کینه ناک دښمن هم دی؛ مطلب ډېر احتیاط بهٔ ورسره کوئ.

 

ستا راز

۱۵۰مه خبره- ستا راز خو یوازې همغه دی چې تۀ او ستا رب پرې خبر واست، نو کۀ دې مازې له خولې ووت، دا بیا راز نۀ دی؛ ساز دی او آواز دی! ځکه خو ټول خلک پرې خبريږي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.