🌿 خلک به څه ووايي؟ 🌿
امام محمد بن اسلم الطوسي رحمه الله (۲۴۲هـ) فرمایي:
ژباړه خالد منصور هډه وال الافغاني
❝ زه د خلکو سره څه کار لرم؟
🔹 کله چې زه د خپل پلار په صلب (پشت) کې وم، یواځې وم،
🔹 کله چې د خپلې مور په رحم کې وم، یواځې وم،
🔹 چې دنیا ته راغلم، یواځې راغلم،
🔹 کله چې زما روح قبضه کړل شي، یواځې به وم،
🔹 چې قبر ته داخلیږم، یواځې به یم،
🔹 کله چې منکر او نکیر راشي، له ما نه به یواځې پوښتنه کوي،
🔹 که نیکمرغۍ ته لاړم، یواځې به لاړ شم،
🔹 که بدمرغۍ ته لاړم، یواځې به یم،
🔹 کله چې د الله تعالی حضور ته ودرول شم، یواځې به یم،
🔹 زما اعمال او ګناهونه به یواځې زما په تله کې کیښودل شي،
🔹 که جنت ته واستول شم، یواځې به واستول شم،
🔹 که دوزخ ته واستول شم، یواځې به واستول شم،
✨ نو زه د خلکو سره څه کار لرم؟ ✨
📖 (حلیة الأولیاء لأبي نعيم – ط السعادة ۹/۲۳۸)