۳- صبر

صبر د دين او دنيا د کاميابۍ وسيله ده ، د انسان په ژوند کې لوړې ژورې حتمي دي چې دا هر څه د الله تعالی له لورې پر بنده ګانو باندې امتحان دی .

د صبر مراتب :

۱- په طاعاتو باندې صبر کول .

ژباړه: د آسمانونو او ځمکې او هغو ټولو شيانو رب دی چې د دواړو په مينځ کې دي ، نو يوازې د هغه عبادت کوه او صبر کوه په عبادت د دغه (الله) کې ، آيا پيژنې ته ده ته کوم هم نام ؟ (بلکه نه يې لري ).
۲- په ګناهونو باندې صبر کول ، نفس اماره هميشه انسان د بدو کارونو وسواس وراچوي نو مسلمان ته پکار ده چې د خواهشاتو څخه په پوره صبر سره پرهيز وکړي ځکه چې د شهواتو لاره د دوذخ لاره ده ، رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وحفت النار بالشهوات» ( او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی ) .

۳-  د حق توصيه او د حق بيان او په نيکو کارونو امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول له مشکلاتو سره تړلی دي نو په دې مشکلاتو باندې صبر کول پکار دي ځکه چې دا لوی کار دی ، د پيغمبرانو عليه السلام لاره ده سترې حوصلې او استقامت ته ضرورت لري .

۴-  د الله تعالی په تقديراتو باندې راضي کيدل ، په مشکلاتو او مصيبوتو باندې صبر کول ځکه چې دا امتحان دی .

[ وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ * الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ] [البقرة: 155، 156].

ژباړه : (او خامخا به آزميو تاسو په ډار ، لوږې د مالونو ځانونو او د ميوو په کموالي او صبر کوونکو ته زېری ورکړه . هغه کسان چې کله کوم ور ورسيږي وايي چې : مونږ ټول د الله يو او مونږ ټول به هغه ته بيا ور ګرځو ).

د صبر کوونکو لپاره بې حسابه اجر دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ] (الزمر: ١٠)

ژباړه:  په تحقیق سره د صبر کوونکو اجر به بې حسابه ورکول کیږي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.