۳۶۰ خبرې / یوویشتمه برخه

امین وردګ

**************************************

د اولاد حقوق مقدم دي کهٔ د مور او پلار؟

۱۰۱مه خبره- د مور او پلار پهٔ نسبت د اولاد حقوق مقدم دي، ځکه خو مو لومړی له ځانو وپوښتئ! چې آیا ورکړي مو دي کۀ نه؟

 

د اولاد پنځهٔ اساسي حقونه

۱۰۲یمه خبره- د هر چا اولادونه پر خپل مور او پلار دغهٔ پنځه اساسي حقوق لري: (د نطفې او تخمې  حلاله تغذیه، مبارک نوم، دیني تربیه، تر بلوغ پورې یې د ژوند ټول مصارف، د نکاح لپاره یې کوښښ)

 

شخصیت پېژندنه

۱۰۳یمه خبره- شخصیتونه له عاداتو او خواصو پېژندل کیږي نهٔ له الفاظو او جملاتو څخه، ځکه چې د الفاظو او جملاتو ادلون بدلون او سمون آسانه دی، خو عادات او خواص بیا پهٔ سختۍ سمیږي.

 

د سختۍ ارزښت

۱۰۴مه خبره- ټول با ارزښته شیان پۀ سختۍ ترلاسه کیږي، ځکه خو پۀ کارونو کې سختیو ته مه خفه کېږئ! بلکې د آسانیو زېري یې وبولئ.

 

زما څوک خوښ دی او زهٔ د چا خوښېږم؟

۱۰۵مه خبره- راځئ چې ريښتیا ووایو! څوک چې زما خواص او زما رنګه عادات ولري همغه مې خوښ دی او د هغهٔ هم زهٔ خوښېږم، نو اوس تاسو فکر وکړئ چې زهٔ څرنګه شخص یم او زما ملګری څرنګه شخص دی؟ اوس پوه شوئ چې زموږ د قضاوتونو معیار زموږ طبیعت دی، نهٔ حقیقت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟