امین وردګ
****************************************************************
د سترګو خبرې
۵۱ مه خبره- هېڅکله هم چاته مه وایه چې مینه درسره لري کۀ نه؟ بلکې فقط سترګو ته یې مخامخ وګوره پهٔ هرڅهٔ بهٔ دې پوه کړي.
د ضعف نکتې مو چا ته مه ښیئ
۵۲ مه خبره- هېڅکله او هېچا ته مو هم خپلې د ضعف نکتې مه ښیئ، حتی وروڼو او خاصو ملګرو ته مو هم پدې هکله څهٔ مه وايئ، ځکه چې دا بیا تاسو ته (له هغوی سره د مخالفت پهٔ صورت کې) لوی سردرد جوړوي، چې داسې مخالفتونه حتمي او طبعي دي.
د واړۀ سړي فکر
۵۳ مه خبره- د واړۀ سړي فکر هم وړوکی وي؛ مطلب مې له واړۀ څخه وړوکی قد یا کمزوری کس نه، بلکې ؤړ شخصیت والا شخص دی! ځکه چې زۀ هېڅکله هم غټ دبنګ سړي ته غټ سړی نۀ وایم، نۀ قدرتمن او ثروتمن خلک غټان راته ښکاري، بلکې زما پهٔ آند غټ سړی هغه دی چې ځان وړوکی ښيي خو کارونه غټ کوي، ملي فکر ولري او پۀ وړو وړو مسائلو کې ځان ښکېل نۀ کړي؛ دلته ډېر غټان شته چې د واړۀ فکر څښتنان دي او داسې واړۀ هم پېژنم چې لوی فکر لري او لوی لوی کارونه کوي!
عقل او شعور
۵۴ مه خبره- پوهان وایي چې انسان عقل او شعور دواړه لري، مګر حیوانات بیا یوازې شعور لري! نو له دې خبرې سره ماته دا پوښتنه پیدا شي چې خی ولې ټول حیوانات د اتحاد پۀ ګټه پوه شوي او سره متحد دي، اما انسانان خو نۀ سره متحد شول او نۀ یې هم د اتحاد ګټه وپېژندله؟ نو موږ ته د شعور سربېره عقل څۀ ګټه رسولې ده چې پۀ دغې حساسه نکته کې آن له حیواناتو هم شاته یو؟ آیا داسې خو بهٔ نهٔ وي پېښه شوې چې موږ د کمعقلۍ سربېره بې شعوره هم یو؟ کهٔ داسې نهٔ وي نو د عقل او شعور ګډ امتیاز موږ ته څهٔ پهٔ درد خوړلي؟
شکایت
۵۵ مه خبره- شکایت د ضعیف سړي کار دی ځکه خو قوي خلک چندان شکایت نۀ کوي.
****************************************************************
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله وخیراً!