۳۶۰ خبرې/ څلرویشتمه برخه

امین وردګ

************

د چغلګرو منطق

۱۱۶مه خبره – ټوله کیسه وکړي او پهٔ پای کې درته ووایي چې دا راز دی او پر تا دې امانت وي؛ هلکه راز خو تا خپله پاش کړ نو پر ما یې څله امانتوې؟! مطلب دا د جغلګرو منطق دی چې ورته پام مو وي.

 

دروغ خبره

۱۱۷مه خبره – هر سړی دا وایي چې (( زهٔ هېڅکله هم دروغ نهٔ وايم !)) خو فکر یې نهٔ دی چې همدا اوس يې هم وویل.

*************************************

د نن زمانې ښهٔ سړی

۱۱۸مه خبره – پۀ نن زمانه کې ترټولو ښۀ سړی همغه دی چې نۀ چاته (مه!) وایي او نۀ هم چاته (ولې؟)

*************************************

د دروغجن ریښتیا

۱۱۹مه خبره – دروغجن فقط هغه وخت ریښتیا وایي چې له بل دروغجن سره مخ شي!

*************************************

پست سړی

۱۲۰مه خبره- پست سړی هغه دی چې مسکین ته بې غیرته وایي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.