۳۶۰ خبرې/ پنځه ویشتمه برخه

امین وردګ

***********************

د خلکو پېژندل

۱۲۱مه خبره- پوهانو د خلکو د پېژندلو لپاره ځانکړې علمي څانګې رامنځته کړې؛ لکه ارواپوهنه، روانپوهنه او داسې نور… دینې عالمان وايي چې اول بهٔ ځان پېژنې بیا خدای (مطلب یې دا دی چې تر څو ځان و نهٔ پېژنې، الله هم نشې پېژندلی) خو زهٔ دلته کلک وډار شم! ځکه چې موږ خو هېڅکله هم خپل ځان نشو پېژندلی، نو آیا الله هم نهٔ پېژنو؟ او کهٔ د دوی مطلب له ځان پېژندنې څخه فقط دا وي، چې زهٔ  الله پيدا کړی یم، الله مې معبود دی او زهٔ یې بنده یم، الله مې پالنه کوي او الله مې وژني (یانې یوازې همدغه ځان پېژندنه بولي) نو بیا خو سمه ده او څهٔ خبره نشته، اما دا یوه سطحي ځان پېژندنه ده چې فقط له الله سره د پېژندګلوۍ لامل یې ګڼلی شو او بس، ځکه چې انسان هېڅکله هم خپل ځان پهٔ پوره مانا نشي پېژندلی، نو خلک بهٔ څرنګه و پېژني؟! ګورئ! انسان پرون څهٔ خبر ؤ چې نن بهٔ څهٔ کوي؟ همدا راز نن څهٔ خبر دی چې سبا بهٔ څهٔ کوي؟ پرون کله چا منله چې نن دې دوه انسانان له ډېر لیرې واټن څخه همزمان او داسې خبرې سره وکړي لکه څنګ پهٔ څنګ چې ولاړ وي، حال دا چې تر منځ بهٔ یې لسګونه زره کیلو متره فاصله موجوده وي، همدا راز… له سبا څوک خبر دي چې انسان بهٔ نور څومره پرمختګ وکړي؟ ممکن دغه لسګونه زره کیلومتره فاصله پهٔ حضوري او فزیکي توګه تر نیم ساعت هم مخکې طی کړی شي، بلکې تر دې هم پهٔ کمه موده کې! نو دا چې زهٔ خپله نهٔ پوهېږم چې سبا بهٔ څهٔ کوم؛ ښهٔ بهٔ کوم کهٔ بهٔ بد کوم؟ د دې مانا دا ده، چې له ځان څخه نهٔ یم خبر! ولې؟ ځکه چې ځان مې پوره نهٔ پېژنم، نو زهٔ بهٔ نور خلک څرنګه وپېژنم! هو! متشابهات او ممکنات کولی شي له موږ سره د ځینو خلکو پهٔ پېژندنه کې لږه ډېره مرسته وکړي، خو کامل کفایت نهٔ کوي! ځکه چې انسانان مختلف او متفاوت پيدا شوي، چې نهٔ یې صورتونه سره یو دي او نهٔ هم سیروته، فقط ځينې  يې له ځينو نورو سره پهٔ استثایي او نادره توګه (هغه هم پهٔ محدودو برخو کې) ورته والی لري، هغه هم د نسبي شناخت له امله! چې پهٔ پېژندګلوۍ کې آسانتیا رامنځته شي.

 

بې شخصیته خاوند

۱۲۲مه خبره – ترټولو بې شخصیته خاوند همغه دی چې خپله ښځه ترې زړهٔ تورې وي.

 

شجاع

۱۲۳مه خبره – ها چې نۀ ډاریږي شجاع نۀ دی، بلکې شجاع هغه دی چې پر ډار قدمونه ږدي.

 

ځینې اړیکې پرې ښې دي

۱۲۴مه خبره- له مسلمان سره د اړیکو پۀ پرېکولو باید خفه شو، مګر له هغۀ سره چې پکې زیان مو وي! له وصل څخه قطع ښې دي.

 

کشران څهٔ غواړي ؟

۱۲۵ مه خبره-  کشران له تاسو هغه څهٔ غواړي چې تاسو بۀ یو وخت له مشرانو غوښتل! اوس پوه شوئ چې هغوی څهٔ غواړي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟