۳۶۰ خبرې/ پنځهٔ دېرشمه برخه

امین وردګ

*******************

د درانهٔ او سپک سړي ترمنځ توپير

۱۷۱ یمه خبره- درانۀ سړي ته چې عزت ورکړې پل دې پر سینه وړي، اما سپک سړي ته عزت ورکول سړی لا بې عزته کوي؛ نو تر ټولو ښه لاره یې دا ده چې له سپکو خلکو سره ناسته او ولاړه قطع شي.

 

د اتحاد تخم څوک شني؟

۱۷۲ یمه خبره – اتحاد د تورې پهٔ زور نه! بلکې د عقل پهٔ زور رامنځته کیږي، ځکه خو د توریالیو ترمنځ تل د اتحاد تخم عاقلانو شنلی.

 

د ژوند موفق فورمول

۱۷۳یمه خبره –  ټول عمر مو درې ورځې فرض کړئ (پرون، نن او سبا) پرون خو تېر شو او سبا لا معلوم نۀ دی؟ نو پاتې شو یوازې همدا نن عمر؛ اوس راشئ چې ځانونه د نن  پۀ دغۀ لاندیني فورمول کې داسې عیار کړو: ((نن باید پرون ته پۀ کتو د سبا لپاره کار وکړو)) یا نن ولولو چې پرون څهٔ تېر شول؛ خو د سبا لپاره! نو همدغه د ژوند تر ټولو موفق فورمول دی.

 

شریرانسان

۱۷۴یمه خبره –  د خدای حبیب ویلي چې پر مؤمن تر هغهٔ وخته د خیر ګمان کوه چې شر یې دې نهٔ وي لیدلی! دلته کلي قاعده دا ده چې (شیان بهٔ یې پهٔ اضدادو سره پېژنو) نو له حدیث مبارک څخه معلومیږي چې کهٔ یو سړی شریر هم وي خو تاته یې شرارت نهٔ وي لیدلی نو د خیر ګمان پرې کوه، خو کهٔ درته معلوم شو چې شریر دی، بیا د خیر تمه مه ترې کوه، څو يې له شر څخه لاس نهٔ وي اخیستی؛ نهٔ پوهېږم چې پهٔ خبر مې پوه شوې کهٔ نه؟

 

د انسان طبیعت

۱۷۵یمه خبره –  کهٔ څوک درپسې شول هوا کوې او کهٔ پهٔ چا پسې شوې هوا کوي، دا د انسان طبیعت دی؛ ژور فکر پکې وکړه بیا پوهېږې چې ما څهٔ وویل!

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.