امین وردګ
********************
د مجاهدینو امتیاز
۱۴۱مه خبره- د مجاهدینو امتیاز دا دی چې غازيانو ته یې رب دنیا ورکوي او شهیدانو ته عقبی.
د پلار کارونه
۱۴۲مه خبره- څو چې پلار نشې، د پلار پۀ کارو نۀ پوهېږې!
ځوروونکی حالت
۱۴۳مه خبره- تر ټولو ځوروونکی حالت دا دی؛ چې یو څوک د خپل زړهٔ پهٔ خبره پوهولی نشې او یا ځان نهٔ پوهوي.
پر پیسو مین
۱۴۴مه خبره- پر پیسو مین سړی فقط پیسې پېژني! هغهٔ ته مهرباني او ترحم هېڅ مانا نۀ لري، دی یوازې له هغو کسانو سره اړیکې پالي؛ چې یا ګټه ترې ویني او یا یې ترحد اوښتې ستاینه کوي! دا ډول خلک دومره ذلیل او خسیس دي؛ چې آن پر خپل اهل یې هم مصارف نۀ لوریږي، ځکه خو یې ټول خپل خپلوان، حتی فامیل ترې بېزار وي.
اختلاف
۱۴۵مه خبره- د ځینو انسانانو اختلاف ګټمن وي! کټ مټ لکه د چکوش او سندان اختلاف؛ چې پۀ جنګ کې یې فائدې وي او پۀ سوله کې زیانونه.