۳۶۰ خبرې / لومړۍ برخه

لیکنه / امین وردګ

ناشر / دعوت نیوز

الله (جل جلاله)

۱لومړۍ خبره- د الله (جل جلاله) د نوم پهٔ هکله خو علماء کرامو رنګارنګ معناوې ذکر کړې او ډول ډول ګرامري اعلالونه او ترکیبونه یې پکې کړې دي، خو زما دا مانا ډېره ورته خوښه ده چې د ((الله)) نوم له دوو کلمو (ال) او (له) څخه جوړ شوی او بیا لام په لام کې مدغم شوی دی ، نو مانا یې ده (ټول دهٔ لره) یانې هرڅهٔ چې پيدا شوي او پیدا کیږي خالق او مالک یې فقط الله دی.

الف (الله)

۲یمه خبره-  د خدای یو ساده ګی بنده ؤ! د درس لپاره جومات ته راغی او پهٔ محراب کې ناست امام ته کېناست چې ماته دا (د الفبا) قاعده ووایه ! هغهٔ ورته وویل چې ووایه الف (ا) دهٔ وویل الف ، استاذ یې ورته وویل چې  بې (ب) دهٔ وویل الف ، ملا پهٔ تنده لهجه ورته وویل چې کوڼ یې ؟ ووایه (ب)! دهٔ بیا وویل چې نه الف ؛ استاذ یې لږ تندخوی ؤ ځکه یې څاپېړه ورته کش کړه ، خو دهٔ غږ پرې وکړ چې استاذه صبر! ما خو لومړی پوه کړه چې الف څهٔ مانا لري ؟ بیا بهٔ دواړه (ب) ته ځو ! استاذ یې وویل چې الف مانا الله ، دهٔ بیا ورته وویل چې الله څهٔ مانا ؟ استاذ یې وویل چې د ټول مخلوق خالق ته الله وايي ؛ مانا دا چې تر الله پورته هېڅوک او هېڅ شی هم نشته ؛ شاګرد پوه شو چې ښه ښه! ګواکي ټول کار پهٔ الف کې دی ! نو يې استاذ ته وویل چې خبره خو ټوله پهٔ الف کې شوه نو (ب) ته څهٔ ضرورت دی ؟! بس ماته فعلاً همدا یو الف کافي دی خو چې کله (ب) ته اړتیا پيدا شوه نو بیا راځم ! کال پس استاذ خپل شاګرد چېرې پهٔ غرهٔ کې د یوهٔ لوی کمر پر سر ولید چې فقط الف الف نارې یې وهلې او خندل یې.

محمد (صل الله علیه و آله و سلم)

۳یمه خبره- محمد مانا (ډېر ستایل شوی) خو دا ستاینه پهٔ زمان او یا مکان پورې محدوده نهٔ ده ؛ هو! هغه ريښتیا هم ډېر وستایل شو او لا هم ستایل کیږي ؛ هغه الله وستایلو ، فرښتو وستایلو ، پيغمبرانو وستایلو ، حتی ټولو پخوانیو ادیانو او اوسنیو مذاهبو ستایلی دی ؛ بلکې دوستانو یې څهٔ چې دښمنانو يې لا وستایلو ؛ ابوجهل بهٔ ویل چې محمد ریښتیا هم د الله رسول او قرآن د الله کتاب دی خو زهٔ یې نهٔ منم ! ابی لهب بهٔ ویل چې هغه ترټولو پر ما ځکه ډېر ګران ؤ چې ښکلي اخلاق يې لرل او امین شخص ؤ خو افسوس چې د خپلو نیکونو دین ته یې شا نهٔ وای اړولې ! ابو طالب بهٔ ورته ویل چې وا ګرانه ورارکه ! ټول مال مې ، اولاد او حتی ځان مې له تا قربانوم خو قریشتو ته بهٔ اجازه ور نهٔ کړم چې تش یوهٔ وېښتهٔ ته دې لا زیان و رسوي ، اما هیله کوم پر عقیده مې کار مه لره ! ولید ابن مغیره بهٔ خپلو اولادونو ته ویل چې محمد نهٔ کاهن دی ، نهٔ ساحر دی ، نهٔ لېونی دی او نهٔ هم دروغجن ؛ ځکه خو زهٔ نهٔ پوهېږم چې څهٔ ډول یې تورن کړم ؟ مشر زوی یې ولید ابن ولید سملاسي ورته وویل: پلاره کوم صفت چې نن تا د محمد پهٔ هکله وکړ د دهٔ له خوږو ملګرو مې لا نهٔ دی آورېدلی ! خو ولې قریشو او نورو قبائلو ته ريښتیا نهٔ وايې ؟ عتببه ابن ربیعه بهٔ ویل چې محمد د ټولو قریشو افتخار دی او… د نړئ پهٔ سطحه مشهور او غیر مسلم طبیبان یې اوس هم احادیث لولي او طبابت ترې زده کوي ، نړیوال وتلي سیاسیون یې لاهم د سیاست تقلید کوي ، د جهان پهٔ سطحه ستر فاتحان او حتی نړیوال اشغالګر ټول د دهٔ مبارک له سیرت څخه کار اخلي او همغه جنګي خدعې کاروي چې دهٔ مبارک بهٔ پهٔ غزاګانو کې کارولې ؛ لکه شپنۍ چاپې او داسې نور… اوس چې شاوخوا څورلس نیم سوه کاله وتلي هم یې د مسلمان پهٔ وړاندې نوم څوک بد نشي اخیستی ، مګر دا چې سر بهٔ خوري ، ځکه خو پهٔ نړۍ کې تر ټولو زیات اېښوول شوی نوم هم (محمد) دی ؛ صل الله علیه و آله وسلم

تر ټولو لوړ اخلاق

۴ مه خبره- پهٔ انسانانو کې ترټولو لوړ اخلاق د حضرت محمد (صل الله علیه و آله و سلم) وو؛  ځکه خو بهٔ هغوی ښېراوې ورته کولې او دهٔ دعاوې.

د حضرت محمد (صل الله علیه و آله و سلم) د بریا ستر رازونه

۵ مه خبره- اخلاص او اطاعت ؛ ترحم او محبت ؛ صبر او استقامت ؛ قاطعیت او شجاعت د محمد رسول الله (صل الله علیه و آله و سلم) د بریا ستر رازونه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟