امین وردګ
****************************************************************
مباحثه
۴۶ مه خبره- مباحثه (چې خلک یې بحث بولي) فقط پهٔ دوو حالتو کې قطع کیږي؛ یا دا چې مقابل لوری قلباً ستا پر پوهه اعتراف وکړي نو احتراماً بحث قطع کوي (چې دا عیناً قناعت دی!) او یا دا چې ناپوه ورته ښکاره شې او د بحث وړ دې نهٔ بولي ځکه خو غلی شي، اما کهٔ تهٔ بیا هم پوه نشوې نو احمق یې.
احترام او جرئت
۴۷ مه خبره- کله ناکله ډېر احترام هم د جرئت او جسارت مخه نیسي، خو کهٔ محترم پوه شي.
کفران د نعمت
۴۸ مه خبره- کفران د نعمت یوازې دا نهٔ دی چې یو څوک د نعمتونو بې احترامي کوي، یا الحمدلله شریفه نهٔ پرې وايي؛ بلکې اصل کفران د نعمت خو دا دی چې نۀ خپله کار ترې اخلي او نۀ بل ورته پرېږدي! عیناً لکه (افغانانو غوندې) چې پر خپله خزانه یې هغه ساتونکي لا وږي تږي ناست دي.
د مور ښېرا ولې نۀ قبلیږي؟
۴۹ مه خبره- مور هېڅکله هم خپل اولاد ته د زړۀ له تل څخه ښېرا نۀ کوي ځکه خو قبلیږي هم نه (عیناً لکه یمین لغو) له دې خبرې څخه مې هدف دا ؤ چې د مور مهربانۍ ته مو لږ ورپام کړم.
مینه ناک او کینه ناک خلک
۵۰ مه خبره- مینه ناک خلک پۀ زړونو کې اوسیږي او کینه ناک پۀ مغزونو کې؛ فرق یې دا دی چې زړونو ته شیطان لار نۀ لري خو پۀ ماغزو کې ټوله ورځ چکرې وهي، ځکه خو تاسو کینه مه کوئ چې ذلیلان شئ، بلکې مینه وکړئ چې عزیزان شئ.
****************************************************************
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله وخیراً!