۳۶۰ خبرې / شپږمه برخه

لیکوال/ امین وردګ

ناشر: دعوت نیوز

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د اوښ ګیله

۲۶ مه خبره- د اوښ ګیله پر ځای ده چې وایي: (ساروان مې ولې مهار د خرۀ پۀ لکۍ پسې تړلی ؟) هغهٔ پوهيږي چې ماتحتو ته د داسې مافوق اطاعت څومره زور غواړي چې (پهٔ هرڅهٔ کې !) تر دهٔ ضعیف وي.

د ژوند لوړې او ژورې

۲۷ مه خبره- هاغه لوړ برجونه چې تاسو ګورئ ، له دغو لاندې کندو ختلي ! نو تاسو هم کهٔ غواړئ چې پاس و خېژئ ، نو یو ځل لاندې کوز شئ ؛ ځکه چې همدا د ژوند لوړې او ژورې دي.

د افرادو انتخاب

۲۸ مه خبره- د افرادو پۀ انتخاب کې د زړۀ سترګې پکار دي نۀ د سر ؛ نو هغوی چې پهٔ ټاکنو کې یوازې د سر سترګې کاروي خائنین دي.

د شمع سیوری

۲۹ مه خبره- شمع هېڅکله هم خپله شاوخوا نشي لیدلی ؛ ځکه خو مفسدین تل دا کوښښ کوي چې د مشرانو پۀ سیوري کې پټ شي.

د ژوند فلسفه

۳۰ مه خبره- ماشومان چې کله سهار له خوبه ویښ شي نو د خټينو کوډلو پهٔ جوړولو پيل وکړي ، هله هله هله… تر دې چې مازدیګر پسې ماښام شي ؛ یانې کله چې تیارهٔ د رڼا لمنه ورټوله او خپلې وزرې خورې کړي ، نو له دوی څخه یو يې پهٔ خندا ورچابک شي او یوه کوټه ړنګه کړي ، هغه بل یې بله او دا بل یې پسې بله او بله… بیا نو ټول پهٔ خوشالۍ سره لاړ شي خپلو کورو ته ، مګر سبا بیا همداسې جوړول او ړنګول کوي ، تر دې چې غټان شي او د لویانو ژوند ته ننوزي ، ځکه خو نو بیا دوی هم لکه لویانو غوندې دنیا تېرباسي او د حرص ژورو کندو ته یې کوزوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.