۳۶۰ خبرې / شپاړسمه برخه

امین وردګ

****************************************************

د محراب غل

۷۶یمه خبره- پردی حق یوازې د منقولو شیانو غلا او د غیرمنقولو غصب نۀ دي! بلکې محراب ته بۀ هم تر هغې نۀ وړاندې کېږې چې پۀ حاضرینو کې تر تا قاري او فقه کس موجود وي، کۀ داسې نۀ کوې نو هم غل یې او هم غاصب.

****************************************************

وړه ښېګڼه

۷۷ یمه خبره- ښېګڼه کۀ هرڅومره وړه هم وي ډېر لوی لوی کارونه کولی شي چې ممکن یو سړی ټول عمر د بل تابع کړي! زما یو ناسکه کاکا (شهید علي ګل) ماته پۀ ماشومتوب کې یوه صابونداني له یوې چکۍ صابون سره راوړي وو، چې صابون یې همغه وخت ختم شوی ؤ خو صابونداني لا هم شته او بلکل جوړه ده؛ ما مې د ژوند ملګرې ته ویلي چې دا صابونداني ماته تر بل هر شي زیات اهمیت او ارزښت لري، نو پام کوه چې ښه یې راته وساتې! هغې هم زما پۀ خاطر، پۀ یوه بخملي ټوټه کې نغښتې او له خپلو قیمتي زېوراتو سره یو ځای یې اېښې ده (حال دا چې د هغې عیني کاکا ؤ او زما اخیافي) نو پۀ کال دوو کې یې، یو ځل را اخلو او زۀ مې یې پر خپله سینه پورې د څو دقیقو لپاره کلکه نیسم او بیا مې کاکا جان ته پۀ اوښکو کې دعاګانې کوم؛ جالبه دا چې هغه خو زما یاد ته نۀ راځي، ځکه چې زما د وړوکوالي پۀ مهال له شوروي اشغالګرو سره پۀ مخامخ جګړه کې شهید شوی دی! خو چې کلي ته لاړ شم نو خامخا یې قبر ته ورځم او د زړۀ له تل څخه دعاګانې ورته کوم او هم یې د همغې صابوندانۍ ورته وایم (چې ګواکي لا مې هم ساتلې ده) او چې کله خپل ځان ته دعا کوم نو دی حتمي را یادیږي، همدا اوس مې هم له سترګو اوښکې لاړې او د لیدلو ارمان مې یې وکړ، رب دې جنت ورکړي، مطلب زهٔ یې پهٔ یوه صابوندانۍ د ټول عمر لپاره تابع کړی یم چې دا یوه ((وړه ښېګڼه)) ده.

****************************************************

د قوي خلکو وېره د ضعیفو دوه برابره وي

۷۸ یمه خبره- ځینې کسان دا ګمان کوي چې ګني قوي خلک بۀ نو بلکل ډاریږي نه، خو دوی سخت اشتباه شوي دي، ځکه چې د قوي خلکو ډار هم قوي او ضمناً لالهاند وي، عیناً لکه تاسو چې له یوۀ وړوکي غونډل څخه منډې وهئ! کۀ چېرې تاسو ته فقط یوه شپه د قوي خلکو وېره درکړل شي نو پۀ ویښو بهٔ يې تېره کړئ؛ ګورئ! ضعیف خلک یوازې هغه مهال وېریږي چې کله یې دښمن کور ته ورشي، خو قوي خلک بیا د ځمکې د کُرې پۀ یوهٔ سر کې هان له هغهٔ بل سر څخه هم د خپل دښمن له ډاره خوب او آرام نشي کولی، ځکه خو همدا لامل ؤ چې امریکا یوولس زره کیلومتره لیرې (یانې افغانستان ته) پهٔ خپل دښمن (اسلامي امارت) پسې راغله او دلته تېر شل کلونه پهٔ بې ساري توګه وحشیانه وجنګېده او ماته شوه، ځکه خو بۀ یې نو اوس وېره هم دوه برابره شوې وي؛ یانې امریکا دلته له ډاره راغلې وه نه له شوقه.

****************************************************

پر هر چا باور

۷۹ یمه خبره- پر هر چا باور کول صداقت نه دی، بلکې حماقت دی!

****************************************************

درانهٔ او سپک خلک

۸۰ یمه خبره- پهٔ ټولنه کې دوه کسان داسې فرض کړئ لکه ډبرې، یو یې چې دروند شخص یادیږي لس منه یې وګڼئ او هغه بل ته چې خلک سپک وايي شپږ منه، خو پوښتنه دا ده چې دروند سړی څهٔ شي دروند کړی او دا بل بیا څهٔ شي سپک کړی  دی؟ لومړنی خو يې ښهٔ اخلاق، صبر، حوصله، ګذشت او ترحم لري، مګر دا دویم بېچاره بیا له دغو شیانو خلاص دی، بلکې ځينې نور رذل صفات هم پکې شته ځکه خو یې خلک سپک سړی بولي، کهٔ چېرې کیسه داسې پېښه شوه چې هغهٔ سپک سړي دغهٔ درانهٔ ته بد الفاظ وویل، نو درانهٔ کس ته څهٔ پکار دي؟ کهٔ دی هم سپک الفاظ وکاروي خو همغه کیږي چې سپک سړی یې غواړي تر څو د دوی دواړو وزن سره برابر شي، کهٔ چېرې دوی دواړه پهٔ تله کې سره واچوې نو یا بهٔ له درانهٔ څخه وزن کموې، کموې، کموې… تر دې چې دا هم شپږ منه شي او یا خو بهٔ سپک سړي ته وزن ورزیاتوي چې دی هم لس منه شي؛ ګواکي یا بهٔ یې له درانهٔ څخه راکموې او سپک ته بهٔ یې ورکوې او یا خو بهٔ سپک ته نور وزن ور اچوې؛ مطلب چې کله دوی پهٔ الفاظو او عاداتو کې سره برابر شول نو دواړه آتهٔ آتهٔ منه کیږي، ځکه خو خلک د جنجالونو پهٔ مهال درانهٔ کس ته وايي چې دهٔ (سپک) خو وکړل او بد ښکاره شو، نو کهٔ تهٔ هم هغسې وکړې، بیا ستاسو دواړو ترمنځ فرق څهٔ شی دی! خلاصه د خبرو دا شوه چې کهٔ غواړئ خپل شخصیتونه مو لوړ وساتئ نو له سپکو خلکو سره بیخي ځانونه مه بندوئ، مګر هغه مهال چې تاسو د دوی وزن زیات کړی شئ، نهٔ دا چې ستاسو وزن ورسره کم شي؛ یانې کهٔ مو یې د اصلاح توان لرلو خو اصلاح یې کړئ او کهٔ مو زور نهٔ ؤ پرې بر نو بیا ځانونه مه ورسره سمووئ چې وزن مو کموي او سپکوي مو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟