۳۶۰ خبرې / شلمه برخه

امین وردګ

“”””””””””””””””””””””“”“”””””””””””””””””””“”””””””””””””””””””””

د انسان ښهٔ او بد اعمال

۹۶ یمه خبره- چې ټول ښۀ اعمال مو خدای ته منسوبوي او بد شیطان ته، نو زموږ بیا پۀ جنت او دوزخ کې څۀ کار لرئ؟

“”””””””””””””””””””””“”“”””””””””””””””””””“”””””””””””””””””””””

د نورو پر احساساتو لوبې

۹۷ یمه خبره- هغوی چې د نورو پر احساساتو لوبې کوي، خپل احساس یې مړ دی.

“”””””””””””””””””””””“”“”””””””””””””””””””“”””””””””””””””””””””

د نامرد عمل

۹۸ یمه خبره- د نامرد کس عمل هم نامردانه وي، ځکه خو پۀ عکس العمل نۀ ارزي.

“”””””””””””””””””””””“”“”””””””””””””””””””“”””””””””””””””””””””

د مړیو عادت

۹۹ یمه خبره-  د مړو انسانانو دا یو عادت عجیبه دی! چې تهٔ هرڅهٔ ورته وايې دوی چوپ وي او ځواب نهٔ درکوي؛ ممکن زموږ خبرې بهٔ دوی ته بې ارزښته وي او پهٔ ځواب ویلو بهٔ نهٔ ارزي او کهٔ نه! له ډېره غمه خبرې نشي کولی؟ نهٔ پوهېږم چې هلته څهٔ او دلته څهٔ دي؟

“”””””””””””””””””””””“”“”””””””””””””””””””“”””””””””””””””””””””

انتقاد     

۱۰۰مه خبره- انتقاد بهترینه اصلاحي وسیله ده، خو هم یې کړل سخت دي او هم یې منل، ځکه چې کړل یې جرئت غواړي او منل یې حوصله، چې دا دواړه بیا پهٔ ډېرو کمو خلکو کې یوځای کیږي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.