امین وردګ
*******************************************************
پوهان او مطالعه
۶۱ مه خبره- له یوۀ داسې شپانۀ څخه چا پوښتنه وکړه چې دیني معلومات یې صفر وو! وایي هلکه څو کتابونه دي؟ هغۀ ورته وویل چې ((زۀ نو څۀ ترې خبر یم خو د خدای زور المارۍ ترې ډکې دي!)) دا خبره موږ ته پیغام راکوي چې کتابونه باید پۀ کتابخانو او الماریو کې (پرته له مطالعې) زاړهٔ نهٔ کړو ، ځکه چې دا د ناپوهانو کار دی.
*******************************************************
مجبوره ورځ
۶۲ مه خبره- زیات کسان مجبورې ورځې ته ((بده ورځ)) وایي، خو دوی دلته یوڅهٔ خطا شوي دي! ځکه چې مجبوره ورځ د محاسبې، تحلیل او تفکیک ورځ ده، پۀ دغې ورځ دوستان له دښمنانو بېلیږي، دا ورځ د مجبور له سترګو څخه د دوه رنګۍ پردې لیرې کوي، ځکه خو بیا سپین او تور ښۀ سره بېلولی شي او تر ټولو مهمه یې دا ده! چې پۀ دغې ورځ د مجبور شاته فقط الله او د دۀ ریښتیني دوستان پاتې کیږي؛ یانې مذبذبین ټول مخونه ترې اړوي، ځکه خو زۀ دغې ورځې ته د وصال ورځ وایم او شپې ته یې د خلوت شپه او دا چې د تفکیک او امتحان ورځ ده نو له همدې امله لنډه هم وي؛ مطلب صبر ډېر پکې اړین دی!
*******************************************************
د کور خوشالي او د کور غم
۶۳ مه خبره- د کور خوشالي هغه نېکمرغه بلا ده چې د سارا غمونه خوري، خوغم یې بیا هغه بدمرغ دېو دی چې د سارا خوشالیانې هم لواړې تېروي، د کور خو لا څهٔ کوې.
*******************************************************
له مافوقو سره زور وهل
۶۴ مه خبره- پۀ رسمي دندو کې له مافوقو سره زور وهل فقط او فقط د ځان بربادول دي! دا قضیه ډېره ژوره فلسفه لري چې آن هجرت هم ورسره تړلی دی.
*******************************************************
توره او قلم
۶۵ مه خبره- توره باید د قلم تر اثر لاندې وي، نهٔ قلم د تورې! ځکه چې جګړې خو لېونیان هم کولی شي او تر ځینو یې ښې کوي، مګر قلم چلول بیا د لېونیانو کار نهٔ دی! مطلب تورزن خلک باید د قلموالو لاسونه مچو کړي نهٔ قلموال د تورزنو او کهٔ تاسو چېرې کوم قلموال وليد چې د تورزن لاسونه یې مچو کول نو سر یې له تنې څخه لیرې کړئ، ځکه چې بې ګټې دی او هسې پرې بار دی.
نور بیا..
.