امین وردګ✅
«««««««««««««««««««««««
📖حاکم🌟
۱۵۶مه خبره- حاکم د خلکو باید خادم د خلکو وي؛ ځکه خو یې چې څو خدمت و نۀ کړي حکومت نشي پرې کولی.
📖د جاهل منطق🌟
۱۵۷مه خبره – کار یې خالق ته کړی او اجر یې له مخلوقه غواړي؛ دا دی د جاهل منطق؟!
📖تر ځان له پوهانو یې فقط آورئ🌟
۱۵۸مه خبره – تل یې له هغو خلکو آورئ چې له تاسو پوه دي او هغوی ته یې وایئ چې تاسو ترې پوه یاست؛ خو کۀ مو تفکیک و نشو کړی نو پر خپله ناپوهۍ مو خامخا اعتراف وکړئ.
📖ممکن او غیر ممکن کارونه🌟
۱۵۹مه خبره – ممکن او غیر ممکن کارونه پۀ زمان او مکان پورې اړه لري؛ ډېر داسې کارونه شته چې یو وخت غیرممکن وي خو بل وخت ممکن شي! ځکه خو تاسو پهٔ داسې مواردو کې محتاط او ضمناً ځیرک اوسېږئ، صبر او استقامت کوئ خو فرصتونو ته مو باید ډېر پام وي! ځکه چې د ممکناتو لپاره هم زمان مهم دی او هم مکان؛ یانې زمان صبر غواړي، مکان عجله او د دغو دواړو تر منځ تفکیک ته ځیرکتیا وایي.
📖لنډ حرکت🌟
۱۶۰مه خبره – لنډ حرکت د ویښیارو خلکو کار نۀ دی ځکه خو یې مُحرِک ته لنډی ویل کیږي! معاملات ټول داسې دي لکه تجارت! هرڅهٔ پکې پلورل کیږي خو صداقت او انصاف نه؛ اما کهٔ دا دواړه هم پکې معامله شول، نو دا تجارت بیا د ګټې پر ځای تاوان کوي! مطلب دوراندېش او باریک بین اوسېږئ، ځکه چې پر هېڅ شي او هېچا هم باور نشته.