لیکوال: امین وردګ
ناشر: دعوت نیوز
له الله سره معامله
۶ مه خبره- له الله سره معامله وپېژنئ ؛ کۀ مو د نېکیو بدل در نکړل شو هم باید داسې خوشاله و اوسېږئ لکه درکړل شوی چې وي ، همدا له الله سره معامله ده.
پر الله د توکُل دوې نښانې
۷ مه خبره- پر الله د توکُل دوې نښانې دا دي چې څوک پر هغهٔ (جل جلاله) توکُل ولري نا امیده کیږي نه او وارخطا کیږي هم نه ، ځکه خو پهٔ مصائبو کې کاملاً مطمئن وي.
الله چېرې دی؟
۸ مه خبره- د الله پاک د ځای پهٔ هکله ځینې علماء کرام وايي چې هغه پهٔ هر ځای کې شته ، ځینې وايي چې الله ځای نهٔ لري ځکه خو د (لامکان) نسبت ورته کوي ، ځینې بیا وايي چې پهٔ جنت کې ترټولو ستر خوند د الله پهٔ دیدار کې دی خو جنت یې هم ځای نهٔ بولي ! څوک یې پهٔ رکوع کې لټوي ، څوک پهٔ قیام او ځينې پهٔ قعده کې ؛ توبه ایستونکې یې پهٔ اوښکو کې ګوري او امتیاز غوښتونکي بیا سترګې او لاسونه د آسمان خوا ته نیسي ، سجده کوونکي لاندې پسې ګوري ، ذاکرین يې پهٔ تیارو کې لټوي او لېونیان پهٔ رڼاګانو کې ، شبخیزان یې د سهار مخې ته پهٔ سماء دنیا کې ګڼي او غازیان پهٔ ګرمو سنګرونو او د تورو پهٔ شرنګ شرونګ یا د نېزو پهٔ خرپ خروپ کې ؛ څوک یې پهٔ ګل کې ګوري ، څوک پهٔ غوټيو او ځینې پهٔ اغزیو کې ، ځینې يې د رباب د تارونو پهٔ متحرکو نغمو کې لټوي ، څوک د شپېلۍ پهٔ سوزنده نارو او څوک هم د پښېمانۍ پهٔ سویو کوکارو کې ؛ څوک يې پهٔ غزلو کې ګوري او څوک پهٔ سندرو کې ، شپون یې د خپلې رمې ساتونکی بولي ځکه خو کله پهٔ همدې تمه بېغمه خوب کوي ، باغوان یې بیا د خپل باغ ناظر ګڼي ؛ مطلب دا یو پټ راز دی او هېڅوک هم نهٔ پوهيږي چې الله څرنګه او چېرې دی ؟ څهٔ کوي او څرنګه یې کوي ؟ اما له وجود څخه یې فقط جاهلان منکر دی! خو راشئ له ما یې هم واورئ ! زهٔ وایم چې الله پاک کولی شي هر هغهٔ چا ته خپل ځان او خپل ځای وښيي چې ورته خوښه یې وي ؛ لکه حضرت موسی (علیه السلام) ته یې چې له ټولو آسمانونو کوز وښود او حضرت محمد (صل الله علیه و آله و سلم) ته بیا له ټولو آسمانونو بر.
د زړهٔ هغه دوې غوښتنې چې الله یې نهٔ ردوي
۹مه خبره- د زړهٔ هغه دوې غوښتنې چې الله یې نهٔ ردوي یوې ته یې د زړهٔ له تل څخه دعا وايي او بلې ته د زړهٔ له تل څخه ښېرا او دواړه د زړهٔ پهٔ تل کې څړیکې دي ، خو یوه یې خوشالوونکې او خوږه څړیکه ده او بله ځوروونکې او ترخه ، خو دواړه یې مخصوص وختونه لري او هغه داسې : کله چې یو انسان تر حد اوښتی له چا خوشال شي نو کهٔ مو فکر کړی وي ! پهٔ زړهٔ کې یې دننه یوه خوږه څړيکه پیدا شي چې همغه د زړهٔ د تل دعا ده او بلې دعا ته هېڅ اړتیا نشته ، بل هغه مهال چې کله یو انسان له بل څخه تر حد زیات خفه شي نو یې د زړهٔ پهٔ تل کې درد پيدا کیږي چې همغه د مایوسۍ او بې وسۍ آه ، ترخه څړیکه او د زړهٔ د تل ښېرا هم همدغه ده چې ډېره ژر قبلیږي ، نو کهٔ مو له چا څخه ریښتینې دعا غوښته فقط خوشاله یې کړئ او کهٔ غواړئ چې له ښېراؤ ځانونه وژغورئ نو څوک خفه کوئ مه.
خو ترټولو جالبه یې بیا دا ده چې یادې دواړه څړیکې هېڅکله هم د ظالم پهٔ زړهٔ کې نهٔ پيدا کیږي ، نهٔ یې خوږه او نهٔ یې هم ترخه ! مګر دا چې ظالم نېکبخت شي ؛ له ظلمه لاس واخلي او الله یې قبول کړي.
ستر سکون
۱۰ مه خبره- ستر سکون له تلاش څخه وروسته توکُل او بیا تقدیر ته ځان سپارل دي.
………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162