امین وردګ
********************************
نهٔ پوهېږم چې زهٔ څوک یم؟
۱۱۱ مه خبره – وايي چې پهٔ الستُ کې دې له خپل پلار او نیکهٔ سره یوځای د رب پوښتنې ځوابولې! اوس زهٔ وایم چې هغه مکان چېرې ؤ؟ زما خو نهٔ یاديږي! له هغهٔ ځایه بیا چېرې لاړم؟ نيکونه مې څهٔ شول او موږ څو کاله یو له بل څخه بېل او ولې بېل شوي وو؟ زما خو هېڅ نهٔ دي پهٔ یاد.
ښه نو! دنیا ته راغلم، ماشوم وم او بیا ځوان شوم، پلار شوم، بابا شوم، اوس کښته روان یم خو چېرې ځم؟ چې نوی پهٔ خبرو راغلی وم، خلکو بهٔ راته ویل چې دا تهٔ يې! ما بهٔ سم لاسي پر خپل سر لاس کېښود؟ دوی بهٔ وویل چې هو دا ((ستا)) سر دی، هاغه دې پښې دي، دا دې لاسونه او هاغه دې مخ دی، دا دې سترګې دي او دا هم شونډې، دا دې پزه او… ښه نو زهٔ څهٔ شوم؟ ښه ځه خیر… خو آیا بیا مې نیکونو ته ورځم؟ خو هغوی چېرې دي؟ ښه ځه خیر! دا راته ووایئ چې زهٔ خاورې کېږم او کهٔ مې بدن؟ علماء کرام وايي چې وروسته له حساب او کتاب څخه جنت او دوزخ دي او هلته مجازات او مکافات شته! ښه نو هغه مجازات یا مکافات ماته راکول کیږي کهٔ زما بدن یا مې روح ته؟ ځکه چې بدن هم زما دی او روح هم زما؛ نو خی زهٔ څوک یم؟ آیا دا چې تاسو نارې راته وهئ دا زهٔ نهٔ یم؟ آیا تاسو بل چاته نارې وهئ کهٔ ما ته؟ زهٔ خو (زهٔ) نهٔ یم او خپل ځان نهٔ پېژنم! نهٔ پوهېږم چې زهٔ څوک یم او کله بهٔ پوه شم؟
له محتاج سره نیکي
۱۱۲مه خبره- له محتاج سره نیکي دوې ګټې لري؛ لومړۍ خو دا ده چې ستا خلوص نیت ښیي، دویمه دا چې د هغۀ کس بیا هېڅکله هېریږي نه، مګر دا چې وجدان یې ویدهٔ وي، ویدهٔ یا مریض شي.
احتیاج او محتاج
۱۱۳مه خبره- کۀ تاته ځینې احتیاج دي، خو تۀ هم ځینو ته احتیاج یې، نو چې دا فکر دې ولې نۀ رسیږي؟
وعده خلاف ته
۱۱۴مه خبره – وعده خلاف شخص ته ځکه د خدای رسول (ص) بې دین ویلی؛ چې د (دروغو، فریب، خیانت او منافقت) له مجموعې څخه وعده خلافي جوړیږي او دا شیان پۀ دین کې نشته.
بې علمه زاهد
جومات ته یې لومړی چپه پښه دننه کړه، بیا سیده لاړ محراب ته او پر لمانځهٔ و درېد، خو یوه پونده یې پهٔ اوداسهٔ کې وچه پاتې شوې وه! الحمدلله یې داسې وویله چې ناستو کسانو یې حروف ښهٔ سم آورېدل اما هېڅ یوه جمله یې هم سمه و نهٔ لوسته، بیا رکوع ته لاړ او له هغهٔ ځایه سیده کوز شو سجدې ته، بیا یې فقط سر لږ پورته کړ او بېرته دویمې سجدې ته لاړ(یانې یوازې یوه سجده یې وکړه؛ ځکه چې دوې سجدې خو د قعدې پهٔ وسیله سره بېلېږي او دهٔ قعده و نهٔ کړه!) ټول رکعتونه یې همداسې وکړل او سلام یې و ګرځاوهٔ، بیا لاړ له تاخچې څخه یې قرآن کریم را واخیست، خلاص یې کړ، بیا یې نو ګوته پرې کشوله او اممم اممم بهٔ یې ورسره کول، پهٔ پای کې یې اوږده دعا وکړه خو ټوله د دنیا لپاره وه، بیا یې قرآن کریم ښهٔ ډېر پر سر وموښلو، مچي یې کړ او هلته یې کېښود، پوښتنه مې ترې وکړه چې درسونه دې څومره ویلي؟ دهٔ وویل چې زهٔ خپل نوم لا نشم لیکلي او تهٔ وايې چې څومره درسونه دې لوستي! ورته ومې ویل چې قرآن کریم دې خی څرنګه ولوست؟ دهٔ وویل چې هسې مې ګوته پرې کشوله؛ ځکه چې ملا راته ویلي! وايي ستا پوره درۍ ثوابه کیږي؛ لومړی خو دا چې قران کریم دې نهٔ دی زده او خو تهٔ يې شوق لرې، دویم دا چې راوادېخیست او خلاص دې کړ او دریم ثواب یې بیا دا دی چې ګوتې پرې کشوې او عادت یې کوې، نو د هغوی چې زده دی دوه ثوابه لري، يو د را اخیستلو او خلاصولو، بل یې د تلاوت، خو د قاریانو او حافظانو بیا فقط یکي یو ثواب دی؛ یانې یوازې د تلاوت یې.
پوښتنه مې ترې وکړه چې اولادونو ته دې قرآن کریم ورښوولی؟ دهٔ وویل چې څهٔ لېونی خو نهٔ یم! یو ثواب ښهٔ دی کهٔ دوه او یا هم درئ!؟ خلاصه دا شوه چې پر ممبر باید فقط علماء خبرې وکړي نهٔ هرهرڅوک، کنه نو ټولنه بهٔ مو ټوله راته سرسامه او ګمراه کړي!
د شریعت او طریقت تعریف
۱۱۵مه خبره- مخ یې راواړولو چې امین صاحب! د تصوف پۀ اړه مې ډېر څۀ لوستي او آورېدلي (یانې د شریعت او طریقت منابع راته معلومې دي) خو غواړم له تا یې هم واورم! ماته د دغو دواړو علومو د تفکیک پۀ اړه داسې تعریف وکړه چې هم معقول وي، هم جامع او هم خلاقانه وي؟ ما ورته وویل چې (اقرارباللسان و تصدیق بالقب) ښۀ ډېر یې راته وکتل وکتل، بیا یې د هو پۀ توګه سر وښورولو او ویې ویل: ما آورېدلي وو چې امین صاحب تصوف نۀ مني، خو زۀ اوس د تصوف پۀ اصلي مفهوم پوه شوم.