امین وردګ
***************************
ګټه چا وکړه او تاوان چا؟
۱۳۱ مه خبره- ښځو خو د نرو جامې واغوستې او نرو د ښځو؛ اوس تاسو ووایئ چې ګټه چا وکړه او تاوان چا؟
ګیره زینت الرجال ده
۱۳۲مه خبره- دا منم چې ګیره زینت الرجال ده، خو تاسو ولې ټول مسلمانان مجبوروئ چې ګیرې پرېږدي؟ حال دا چې ټول مسلمانان خو رجال نۀ دي! ځکه چې الله پاک پهٔ قرآن کریم کې لا ((من المؤمنین رجال…)) یاد کړي (یانې له مؤمنانو څخه رجال؛ ګواکي ټول مؤمنان رجال نهٔ دي) نو څوک چې پهٔ ګیرو ښهٔ نهٔ ښکارېدل او خرېیلې یې، یایې کمولې هغوی صرف مؤمنان دي نه رجال، نو مه یې مجبوروئ! پرېږدئ چې یو ځل رجال شي بیا یې پهٔ خپله خوښه پرېږدي او څو چې رجال نهٔ دي شوي، نو خوند هم نهٔ ورسره کوي.
توکُل
۱۳۳مه خبره- کوم کارونه چې پۀ تا پورې تړلي هغه خو یوځل وکړه بیا توکُل کوه! دا چې تهٔ بیخي ښورې نه او توکُل نارې وهې اشتباه کوې، ځکه چې دا هغه توکل نهٔ دی د کوم پهٔ اړه چې تا فکر کړی! مطلب حرکت خامخا وکړه، کني نو کار بهٔ دې لاپسې خراب شي.
د خدای مهرباني
۱۳۴مه خبره- د خدای مهرباني له مهربانو سره ګوره، نۀ له کلک زړو سره.
خائن مشر
۱۳۵مه خبره- خائن مشران هېڅکله هم څنګ ته ريښتیني کسان نهٔ پرېږدي، ځکه چې بیا مزاحمت ورته کوي او دوی خیانت نشي ترې کولی؛ اوس نو تاسو پسې وګورئ! هر هغه مشر چې څنګ ته یې درانهٔ خلک وي پاک او چا چې ارذال ساتلي خائنین دي! پوه خو شوئ چې څهٔ مې وویل؟