لیکنه: امین وردګ
ښهٔ او بد
۳۱- مه خبره- هغه چې تا پرون ښۀ بللو نن بد شو او دا چې نن یې بد بولې سبا یې ګوره چې ښۀ شي ! نو هېڅکله هم د یو چا پۀ هکله پرېکنده قضاوت مکوئ ، ځکه چې زیاتره خلک د زمانې زمن دي.
قاضي صاحب ته
۳۲ مه خبره- قاضي صاحب تاته وایم! کله دې چې پرېکړه کوله نو ځان د محکوم پر ځای فرض کوه ، بیا نۀ پښېمانه کېږې.
د اوبو قوت
۳۳ مه خبره- د اوبو قوت ځکه تر ټولو زیات وي چې طبیعت یې نرم دی ، له همدې امله اور سلام ورته کوي ! نو کهٔ هرڅوک غواړي چې قوي شي د اوبو پهٔ شان خواص دې اختیار کړي چې لمبې او خوګلن ترې وډار شي.
د کشرانو ګمان
۳۴ مه خبره- کشران چې کله د مشرانو تر مخ کوم غیر اخلاقي حرکت کوي نو داسې انګیرې چې ګني هغوی پدې شیانو نهٔ پوهیږي ؛ حال دا چې د مشرانو کشرتوب ته یې نهٔ دی پام.
خصوصي حریم
۳۵ مه خبره- هېڅکله هم له خلکو څخه (پرته له اړتیا) داسې پوښتنې مه کوئ چې آیا تر اوسه دې لوی ګناهونه کړي؟ عاشقي دې کړې کهٔ نه ؟ معاش دې څومره دی ؟ څومره سرمایه لرې ؟ څو کلن یې ؟ ښځه دې ښائسته ده کهٔ بدرنګه ؟ د ښځې نوم دې څهٔ دی ؟ زمن دې خبره مني کهٔ نه ؟ خور دې ماته پهٔ نکاح نهٔ راکوې ؟ چېرې تللی وې ؟ چېرې ځې ؟ کله ځې ؟ د څهٔ لپاره ځې ؟ د شپې بیرون ته راوزې کهٔ نه ؟ هره ورځ څو رکعته نفل کوې ؟ تهجد کوې کهٔ نه ؟ آیا تر اوسه دې ثوابي روژې نیولې ؟ او دېته ورته نورې پوښتنې بلکل له چا څخه مه کوئ ! ځکه چې هغه کس مجبوریږي ؛ یا بهٔ خپل راز درته وايي او یا هم دروغ او دا هم امکان لري چې درنه خفه شي او یا تا خفه کړي ؛ چې پهٔ ټولو صورتونو کې تهٔ ګناګارېږې نه هغه ؛ مطلب دا خصوصي حریم دی ! نو د خلکو خصوصي حریم ته ننوتل غیر اخلاقي عمل دی ، مه يې کوئ.