امین وردګ
*******************************
شهوت
۸۱ یمه خبره- شهوت فقط مهار او نظارت غواړي، ځکه چې هغه پوهوول کیږي نه، بلکې ټکول کیږي؛ شهوت قانون مانون نۀ پېژني، بلکې نسبي لاره بهٔ ورته پيدا کوې، شهوت ته قسمونه مه ورکوئ، وعدې مه ترې اخلئ او پۀ خوږو یې مه نازېږئ، بلکې کلک بریدونه ورته کېږدئ! له شهوت څخه پر وعدو وفا مه غواړئ، ځکه چې هغه سرکشه او خائن دی؛ هغه عهد او وفا نۀ پېژني، ځکه چې هغه دین نۀ لري! امانت مه ورته سپارئ، ځکه چې ایمان نۀ لري او کۀ تاسو اعتماد پرې کوئ نو پوه شئ چې احمقان یئ! شهوت حتی د خدای کور هم نۀ پېژني، فقط هر ځای بهٔ پام ورسره کوئ! ځکه چې د عقل دښمن دی، نو ممکن له سترو مشکلو سره مو مخ کړي.
**********************************************************************************************************
تفاوتونه
۸۲ یمه خبره- زما دا خبره دې فقط پوهان ولولي! لکه څرنګه مو چې سیرتونه او صورتونه سره متفاوت دي، داسې مو حواس او خواص هم ژور توپیر سره لري، ځکه خو چې کوم رنګ زۀ وینم هغه تۀ نهٔ وینې او هغه چې تۀ یې وینې، هغه بیا زۀ نهٔ وینم! یانې ما او تا فقط یو نسبي توافق سره کړی چې د تور پهٔ نوم یو رنګ پېژنو او د سپين پهٔ نوم بل، له همدې امله زیاتره وخت پکې اشتباه کېږو هم! ځکه خو ځينې کسان راته وایي چې دا رنګ سپين نه بلکې تور دی، نو موږ یې له هغهٔ وروسته بیا د تور پهٔ نوم یادوو، کهٔ څهٔ هم چې هغه رنګ بهٔ سپين وي خو موږ بهٔ یې تور بولو، ځکه چې راته ویل شوي داسې دي او پېژندلي مو همداسې دي.
**********************************************************************************************************
دری تېرایستونکي شیان
۸۳ یمه خبره- هغه دری شیان چې انسان له لارې باسي دلته (صحت، ثروت او قدرت) ورته وايي؛ صحت سړی مستوي، ثروت یې بې رحمه کوي او قدرت یې لېونی کوي.
**********************************************************************************************************
عیب ښوونه
۸۴ یمه خبره- هر سړی دا وايي چې ماته مې څوک عیب را ښيي، هغه مې دوست دی! خو فکر یې نهٔ دی چې دروغ وايي.
**********************************************************************************************************
محتاج او مستغني
۸۵ یمه خبره- کهٔ چېرې انسانان یو بل ته نهٔ محتاجېدلی، نو سره پېژندل بهٔ یې هم نه؛ ځکه چې زیاتره خلک اړیکې د احتیاج له امله پالي، نهٔ د استغنا او کهٔ تاسو دا خبره نهٔ راسره منئ نو بیا دا راته ووایئ چې خی ولې تل اړیکې د محتاج کس له خوا نیول کیږي نهٔ د مستغني؟ خو کهٔ یو چا (سره له استغنا هم) له محتاج سره اړیکه ساتله، دا کس یقیناً باشخصیته دی، نو له لاسه یې مه ورکوئ.