لیکنه:امین وردګ
د مینې قانون او ژبه یې
۳۶ مه خبره- مینه خپل قانون له ټولو لوړ او خپله ژبه تر ټولو مقدسه ګڼي ، ځکه خو نهٔ بل قانون مني او نۀ هم پهٔ بله ژبه خبرې کوي.
د دنیا تر ټولو مزه ناک وختونه
۳۷ مه خبره- د دنیا تر ټولو مزه ناک وختونه درۍ دي : الف- کفارو ته پهٔ سنګر کې تر جګړې لږ مخته انتظار (خو شرط یې دا دی چې نیت خالص وي او شهادت حتمي و ګڼل شي)
ب – د پسرلي پهٔ لنډو شپو کې له تهجد څخه وروسته د لمانځهٔ پر ځای رب ته ژړا او سوې سلګۍ (خو شرط یې دا دی چې هېڅوک هم خبر نهٔ شي)
ج- له وادهٔ مخکې د خوسرخېلو پهٔ کور کې مېلمستا (خو شرط یې دا دی چې شرعي نکاح تړل شوې وي)
هدف ته رسېدل
۳۸ مه خبره- د لوړ غرهٔ پر څوکه د الماسو یو قېمتي کاڼی پروت ؤ ؛ امیر اعلان وکړ چې هر څوک هلته ژر وختل کاڼی د همغهٔ دی ! دریو کسانو یوځای ورمنډه کړه ، خو یو يې پهٔ اغزیو کې ونښت ، نو يې له جامو او پوست څخه د اغزيو پهٔ لیرې کولو پیل وکړ ، پر دویم چې شغالانو هجوم وروړ نو دی قهرجن شو او له ځان سره یې وویل چې اوهو! شغالان وګوره او پر ما یې هجوم!؟ نو يې ډبرې پسې ټولې کړې ؛ خو چې یو ترې وولي ، هغه بل ورته رامخته شي او دا چې وولي بیا بل او پسې بل او بل…اما هاغه دریم کس همداسې مخته روان دی! چې نهٔ له جامو او پوست څخه اغزي لیرې کوي او نهٔ هم له ګيدړو او شغالانو سره ځان بندوي ، تر دې چې د غرهٔ سر ته وخوت او د الماسو کاڼی یې خپل کړ ؛ مطلب هدف ته رسېدل همدغه دي!
ضعیف حاکم
۳۹ مه خبره- ترټولو ضعیف حاکم هغه دی چې ټاکنې د احساساتو پر بناء کوي ، نهٔ د عقل.
د نړۍ دوې مشهورې ژبې
۴۰ مه خبره- هغه دوې مشهورې ژبې چې د نړۍ زیاتره خلک پرې پوهیږي د مینې او ترافیکو دي.
نوربیا..