امین وردګ
**************************
د بندګۍ شرط
۸۶یمه خبره- ما خو تر اوسه داسې بنده نۀ دی لیدلی چې محتاج شوی نۀ وي، کۀ تاسو ولید نو ورته ووایئ چې خامخا احتیاجېږې، ځکه چې احتیاج د بندګۍ شرط دی؛ دا خبره ژوره ده! ځکه خو داسې فکر و نهٔ کړئ چې ښه بنده نو فقط محتاج بنده دی، نه! بلکې هدف دا دی چې ټول بندګان محتاج دي، خو ځینې لږ او ځينې یې ډېر… فکر پکې وکړئ!
********************************************************************************************************************
واړهٔ خلک
۸۷ یمه خبره- د ځينو خلکو هیکلونه لوی خو کارونه یې ډېر واړهٔ وي، اصل کې دوی دي واړهٔ! مګر هسې ځانونه غټ ورته ښکاري، یا خو د کم بصیرته خلکو تر بصارته لوی ورځي.
********************************************************************************************************************
خپل کور
۸۸ یمه خبره- دا چې تهٔ اوس کوم شیان خپل بولې، دا دې هم خپل نۀ دي؛ فکر وکړه! کۀ دوه سوه کاله وروسته دې خپل کور ته راشې او ووایې چې دا زما دی، نو آیا څوک بۀ یې درسره ومني؟ ټول شیان همداسې فرض کړه.
********************************************************************************************************************
د ژوند وروستۍ ورځ
۸۹ یمه خبره- د ژوند هغه ورځ دې هېڅکله مه هېروه چې تر ټولو نږدې کس بۀ دې د غاړې تڼۍ شکوي او ګرېوان بۀ دې پر سینه درڅیروي خو تۀ بۀ (مه!) قدر هم نشې ورته ویلی.
********************************************************************************************************************
مهربان امیر
۹۰ یمه خبره- هر امیر باید له خپلو کارمندانو سره د یوۀ مهربان پلار پۀ توګه چلند ولري، چې ښکلول یې هم له ترحم څخه ډک وي او څاپېړه یې هم.