۳۶۰خبرې/ یوڅلوېښتمه برخه

امین وردگ

زۀ پوه وم چې قبر ته بۀ مې درېږې

۲۰۱مه خبره- دا چې تۀ مې اوس قبر ته ولاړ یې ما د ژوندانهٔ له کړکۍ لا لیدلی وې، خو افسوس چې زهٔ هغه مهال تېروتم ځکه تش لاسونه راغلم، خو تهٔ پام کوه چې تش لاس را نهٔ شې.

 

د مشورې ارزښت

۲۰۲یمه خبره- الله (جل جلاله) بۀ یې خپل له ټولو ګران رسول (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم) ته ویل چې له ملګرو سره دې مشوره کوه! ښه نو چې عالم الغیب رب خپل حبیب لا پۀ مشوره مامور کړی! نو تۀ بیا څوک یې چې له فامیل، ملګرو او همکارانو سره دې مشوره نۀ کوې؟!

 

پۀ دنیا کې هر کار ممکن دی

۲۰۳یمه خبره- دا نو د چا زړۀ منله چې د کیوبان غوندې وحشي زندان پۀ ځانګړو قفسونو کې پراتۀ افغان بندیان بۀ هم یو وخت وزیران شي! مطلب هېڅوک باید مایوسه نشي؛ ځکه چې دا دنیا ده او دلته غیر ممکن کارونه نشته، کهٔ وي هم، هغه بیا د انسانانو مربوط نهٔ دي.

 

حس او عمل

۲۰۴مه خبره- زۀ یقین لرم چې تکنالوژي بهٔ هغه غیر مرئي ګذار هم کشف کړي چې عاشقان یې ((د سترګو وار)) بولي او هم د زړۀ هغه حرکت چې بېلتون ځپلي مینان ((د زړۀ د ستنو کوږوالی)) ورته وایي.‍

 

مینه او د حبیب مانا

۲۰۵مه خبره- د سارا خلک وو نو! چې کوټې ته یې ورغلل پۀ لوړ آواز یې خبرې پیل کړې، خو دۀ مبارک هېڅ هم ورته و نهٔ ویل ځکه چې ((وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ٔ إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى)) خبر ورکړل شوی ؤ! اما محبوب یې د الحجرات پۀ دویم نمبر آیه مبارکه کې دغو خلکو ته واضح وویل چې زما د حبیب له آواز څخه مو آوازونه مه پورته کوئ کنه اعمال بۀ مو ټول تباه شي او هغه کسان چې زما د حبیب پۀ وړاندې آرامې خبرې کوي هغوی ته زما له خوا بښنه او لوی اجر حتمي دي؛ مطلب دا د حبیب مانا شوه او همدا مینه ده.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.