د ظلم بله بڼه
۱۹۶یمه خبره- ظلم بیخې ډېرې بڼې لري چې یوه پکې دا هم ده: کهٔ یو څوک پر کوم پُست یا مقام مقرر او پکې موفق وي خو ستا نهٔ خوښيږي له همدې امله یې عزل کوې او پرځای یې خپل کس ټاکې دا ظلم دی او تهٔ ظالم یې! اوس نو تهٔ لارې ګوره خو رب دې زړهٔ ته ګوري.
ای ژوندیه ملګریه
۱۹۷یمه خبره- زهٔ هم داسې غافل وم لکه تۀ! کله بۀ مې چې د کوم خپل یا مې کوم دوست قبر ته ودرېدم نو یوازې هغه بهٔ مې محتاج ګڼلو او خپله دغه ورځ مې هېره وه چې ګني زما قبر ته بۀ هم یوه ورځ زما دوست دریږي، ما بۀ محتاج ګڼي خو ځان بۀ یې هېر وي نو ای ګرانه دوسته! پام کوه چې دا ځای دې هېر نشي! دلته ډېرې داسې سختۍ شته چې غمه یې فقط ژوندي خوړلی شي، نو تۀ ژوندی یې او زۀ مړ؛ ځکه خو یې فقط تۀ غمه خوړلی شې نهٔ زۀ، نو همدا اوس يې لا غمه وخوره چې بیا بهٔ ما غوندې ارمان کوې.
جنسي کشش
۱۹۸یمه خبره- کله مو کۀ زړۀ له مخالف جنس څخه متأثر او پهٔ رګونو کې مو وینه پهٔ منډو شوه دا مرض مه بولئ! بلکې اصلي مریض هغه دی چې مخالف جنس بیخي اثر نۀ پرې کوي.
خائن یې خو پوه نهٔ یې
۱۹۹یمه خبره- کهٔ چېرې کوم منصب، پُست یا مقام درته وسپارل شو او تا یې امتیازات، امکانات او فرصتونه یوازې د خپل ځان، خپلو خپلوانو یا ملګرو پهٔ نفعه کارول نو خائن یې خو پوه نهٔ یې! اما پوه بهٔ هم شې فقط منتظر اوسېږه.
رزق او مرګ
۲۰۰مه خبره- دا خو ښه ده چې الله پاک رزق او مرګ انسانانو ته نۀ دي سپارلي! کۀ داسې شوي وای نو ظالمانو خو والله چې ډېر خلک له لوږې وژل.