۳۶۰خبرې/ څلورڅلوېښتمه برخه

امین وردگ

د الله د ګرانښت لامل

۲۱۶ مه خبره- الله پاک ولې له ټولو زیات پر خپلو مخلصو بندګانو ګران دی؟ ګورئ! لامل یې ډار نۀ دی، عظمت او قوت يې هم نۀ دي ځکه چې د انسان فطرت داسې دی؛ دا موجود د ډار له امله مینه نۀ کوي او نۀ هم د چا پر قوت او عظمت مئینیږي، بلکې د هغۀ احسانات دي، حوصلې او تېرېدنې یې دي چې موږ یې پر ځان مئینان کړي یو؛ موږ بدي ورسره کوو او هغه نیکي راسره کوي، موږ جفا ورسره کوو او هغه وفا راسره کوي، موږ تېروتنې کوو او هغه بښنې راته کوي! یانې فقط دغه لوامل دي چې الله یې پر موږ ګران کړی دی.

 

له ټولو دردوونکې ماتې

۲۱۷ مه خبره- له ټولو دردوونکې ماتې هغه ده چې یو زورور لوری یې له کمزوري څخه وخوري او دا ډول ماتې بیا داسې درد لري چې درمل نه بلکې یوازې مرګ یې له منځه وړلی شي لکه ادولف هټلر چې پهٔ دویمه نړیواله جګړه کې د روسانو له خوا د ماتې پهٔ مهال پخپله خپل ځان (سره له خپل فامیله) وسوزاوهٔ، هغهٔ دا کار له ډاره نه بلکې له شرمه وکړ، چې ګني سبا بهٔ بیا دوستانو او دښمنانو ته څرنګه ګورم! ځکه خو زۀ حیران د هغو ابر لښکرو(ناټو) مشرانو ته یم چې پۀ وړوکي افغانستان کې د څو کمزورو افغانانو له خوا له ماتېدو وروسته بیا هم د ځمکې پر مخ آرام خوب او بېغمه ژوند کوي.

 

د مرګ سفر

۲۱۸ مه خبره- ځینې خلک داسې ګمان کوي چې ګني مرګ د ژوند انهدام دی او مړ شوی کس یومخ له منځه وړي چې بیا هېڅکله هم بېرته نۀ ژوندی کیږي، خو داسې نۀ ده! بلکې مرګ د ژوند د پړاوونو یو پړاو دی، عیناً لکه موږ چې له خاورو څخه د پلارونو ملاؤ او د مورانو سینو ته لاړو، بیا د مور رحم ته او له هغۀ ځایه راغلو د ځمکې سر ته، بیا ځو د ځمکې تل ته او څۀ وخت هلته تېروو، هوبهو لکه دلته مو چې تېر کړ! بیا بېرته د ځمکې له تل څخه راوزو،  نو همداسې نور پړاوونه پسې نور او نور دي… چې خامخا ورسره مخ کیږو! نو انسان هېڅکله هم یومخ له منځه نۀ ځي، مګر دا چې خالق یې د انهدام لپاره د (کن!) امر وکړي نو(فیکون) بۀ شي، یانې موږ هم ابدي یو! فقط یوې او بلې خوا ته سفرونه دي چې کوو یې.

 

مرسته او عقیده

۲۱۹ مه خبره- کله مو چې محتاج، مریض او مظلوم انسان ولید نو خامخا مرسته ورسره وکړئ، کۀ څۀ هم چې ستاسو هم دین او همکش بۀ نۀ وي، ستاسو هملاری او هم مذهب بهٔ نه وي، مطلب تاسو یې پر عقیده کار مه لرئ! صرف انسانیت ورسره وکړئ او د ورور پۀ سترګو ورته وګورئ، ځکه چې تاسو دواړه له یوۀ پلار (آدم) او له یوې مور (حوا) علیهماالسلام څخه پیدا شوي یئ، دا عمل ستاسو مېړانه او بشردوستي ښیي او کۀ تاسو پداسې مواردو کې هم عقائد پالۍ نو تبعیض او تعصب لرئ، خامخا رواني طبیب او یا عقیدوي عالم ته ورشئ او د ځانونو درملنه مو وکړئ! تاسو باید دغې نکتې ته ځير شئ چې رب مو د هغوی خالق هم دی او مالک یې هم، هوبهو لکه ستاسو چې دی! پر هغوی هم داسې پام کوي لکه پر تاسو یې چې کوي، پر هغوی هم داسې خوشاله کیږي لکه پر تاسو، بلکې پۀ هغوی خفه کیږی هم همداسې لکه پر تاسو چې خفه کیږي؛ نو چې هغه یې پر عقیده کار نۀ لري او مرسته ورسره کوي، تاسو یې پۀ کوم دلیل مستحق نۀ بولئ، بلکې تاسو باید هره ښېګڼه د خالق لپاره وکړئ ځکه چې د هغۀ مخلوق دی.

 

حدودو ته احترام کوئ

۲۲۰ مه خبره- هېڅ داسې شی نشته چې اول او آخر، ظاهر او باطن و نۀ لري او همدغو ته حدود ویل کیږي! یوازې د الله قدرت دی چې حدود نۀ لري او یا دا چې موږ ته علم نشته! خو عقیده مو دا ده چې د الله قدرت محدود نۀ دی او بس! نو تاسو باید له ټولو وړاندې مرزونه او محدودې وپېژنئ او پۀ احترام ورته قائل شئ، کۀ چېرې تاسو له ټاکلو حدودو څخه تجاوز و نۀ کړئ نو هېڅکله هم نۀ بې عزته کېږئ او نۀ بۀ څوک بې احترامي درته وکړي، خو کۀ تاسو د محدودو احترام نۀ ساتئ نو بیا ستاسو ابرو هم چاته ارزښت نۀ لري، مطلب محدودو ته ډېر پام کوئ! حتی پۀ عباداتو کې هم محدودې پۀ نظر کې نیسئ، همدا راز د اشخاصو او ټولنو د خصوصي حریمونو (عقائدو، ادیانو او مذاهبو، دود او دستوراتو) احترام خامخا ساتئ چې دا هم محدودې او د هغوی سرې کرښې دي؛ تاسو د خپلو اولادونو خصوصي حریم ته هم د ننوتلو حق نۀ لرئ او نۀ مو د مېرمنو خصوصي حریم ته ننوتلی شئ، ځکه چې دا ټول د هغوی حدود او سرې کرښې دي، پۀ ماتولو یې خفه کیږي، بلکې ښکاره تېری او تجاوز یې بولي او دی هم! ځکه خو کله ناکله ستاسو پهٔ وړاندې جدي عکس العمل ښيي! نو له خپل فامیل سره مو هم یوازې تر ټاکل شوو سرحدودنو ځئ! نۀ هاخوا ته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.