۳۶۰خبرې/ پنځهٔ څلوېښتمه برخه

امین وردگ

*****************

د خدای پهٔ کارونو کار مه لره

۲۲۱ مه خبره- د خدای پۀ کارو کې فکر کوه خو کار مه پرې لره! ځکه چې دا کار د هغهٔ (جل جلاله) نهٔ خوښیږي، عیناً لکه ستا چې نهٔ دی خوښ؛ هغه پوهیږي چې ولې د ځینو مردانو سرنوشت نامردانو ته سپاري.

 

  قانوني غل

۲۲۲ مه خبره- پهٔ دې خو ټول خبر یو چې پۀ شریعت کې د غلۀ لاس پرې کیږي ځکه خو د شپې او یا له خلکو څخه پټه غلا کوي ترڅو حاکم پرې خبر نهٔ شي! خو دلته بیا داسې غلۀ هم شته چې پۀ رڼا ورځ غلاګانې کوي؛ نۀ له حاکمه وېریږي او نۀ هم له قانون څخه! دا بې قانونه غل نه بلکې قانوني غل دی او له خدایه یې هم چندان سترګه نۀ سوزي، ځکه چې هغې خوا ته یې ګڼ روایتونه پیدا کړي! خو آیا تاسو پوه شوئ چې دا غل څوک دی؟ دا پۀ کلیوال جومات کې پروت امام دی چې د مسکینان، فقیرانو، کونډو او یتیمانو حقوق لکه زکات، فدیې، فطر، سرسایې، عشر، نذر، اسقاط  او داسې نور… خوري؛ کهٔ څهٔ هم چې دا کار خو د حاکم او سلطان دی ترڅو د زکات او صدقاتو اموال بیت المال ته ټول کړي او له هغهٔ ځایه يې پر مستحقو کسانو عادلانه وویشي، خو دا سړی پۀ کلي کې هم حاکم دی، هم قاضي دی او هم سلطان؛ ځکه خو غنیان څۀ چې مسکینان لا له ډاره زکاتونه او سرسایې ورته راځغلوي.

 

موفق مامور

۲۲۳ مه خبره- موفق مامور هغه دی چې صلاحیت یې د مسئولیت پۀ پرتله زیات وي! نو کۀ امیران غواړي چې مامورین یې موفقانه مخکې لاړ شي، صلاحیتونه دې د مسئولیتونو پهٔ تناسب ورته زیات کړي.

 

بیړه شیطان کړې

۲۲۴ مه خبره- دا اصطلاح نن سبا زموږ پۀ ټولنه کې بیخي ډېره رواج ده چې وایي ((بیړه شیطان کړې!))خو موږ کله ناکله فرصتونه د همدغې ناسمې اصطلاح پهٔ خاطر له لاسه ورکوو؛ نو دومره صبر هم مه کوئ چې موقع مو له لاسه ووزي او تاسو خپلې حوصلې وخوري.

 

توبه

۲۲۵ مه خبره- علماء کرامو د توبې مختلف تعریفونه ښوولي، خو له ټولو آسانه تعریف یې دا دی چې رب ته یوازې کېنې، پر کړې ګناه اعتراف وکړې بیا د زړهٔ له تل څخه خپله پښېماني وښيې او کلک هوډ وکړې چې بیا بهٔ داسې بد نهٔ کوې؛ دغې ته وايي توبه او همدغه توبة النصوحی هم ده چې د قبلېدو امکان یې ډېر وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.