۳۶۰خبرې/ پنځهٔ پنځوسمه برخه

امین وردگ

*********************

پوهنه

۲۷۱یمه خبره- پوهنه د فکري درملنې دویم نوم دی! نو کهٔ غواړئ چې فکر مو هېڅکله هم مریض نهٔ شي، علم حاصل کړئ.

 

آرام ژوند

۲۷۲یمه خبره- کۀ غواړئ چې ژوند مو آرام شي نو له مرګ سره مینه وکړئ؛ مرګ چې څۀ درنه غواړي همغه ورته تیار کړئ، د مېلمه پهٔ سترګه یې پۀ تمه اوسئ او راتګ ته یې مه خفه کېږئ؛ یانې کهٔ مو پهٔ ژوند کې دا کار وکړ خامخا آرامېږئ هم.

 

له ټولو ښۀ باغ

۲۷۳یمه خبره- له ټولو ښۀ باغ هغه دی چې د ونو عمرونه یې زیات وي! کۀ تاسو هم غواړئ چې ښۀ باغ ولرئ نو داسې نیالګي مه پکې کېنوئ چې فقط تاسو یې مېوې ته سترګې نیولې وي، بلکې داسې ونې ورته انتخاب کړئ چې تاسو یې کېږدئ، اولادونه مو یې و روزې او لمسي مو یې مېوې وخوري؛ یانې دا ستراتیژيک فکر دی او ستراتیژيک افکار تل موفق وي ځکه خو خلک وايي چې (لنډه منډه پښېماني لري!) نو تاسو هم، مه لنډ کار کوئ او مه لنډه منډه.

 

د ثواب نیالګی

۲۷۴یمه خبره- داسې لویه صدقه چې مصرف یې کم خو ثواب یې بیخي زیات دی: لومړی بسم الله شریفه ووایه او بیا د لارې څنګ ته خاص د الله (جل جلاله) د رضا لپاره پهٔ ځمکه کې د توت یو نیالګی کېږده بیا یې کاملاً وقف کړه خو کوښښ دې وي چې درنه تږی نۀ شي او بله دا چې د ملکیت دعوه بهٔ یې هم نهٔ کوې ځکه چې هغه نور د الله (جل جلاله)  او د هغهٔ د ټول مخلوق نیالګی شو! د دغې جاریه صدقې د ثواب اندازه پرته له مالک رب (جل جلاله)  څخه هېڅوک هم نهٔ شي معلومولی چې څومره ده؟ مګر دا چې پۀ ورځ د قیامت یې موږ ټول ستا د نېکیو پۀ تله کې ووینو، مګر هو! پهٔ دې شرط چې له چا سره جنجال پرې و نهٔ کړې؛ ځکه چې نهٔ یې تنهٔ ستا ده، نهٔ مېوه او نهٔ یې هم ځمکه.

 

د ګناه اساس

۲۷۵یمه خبره- ګناه دومره ګناه نۀ لري لکه اساس اېښوول یې چې انسان ګناکاروي، ځکه خو قابیل د انسانیت پۀ ټولو قتلونو کې شریک دی! نو ډېر پام کوئ چې د ګناه اساس کېنږدئ.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.