۳۶۰خبرې/ نههٔ دېرشمه برخه

مرګ چاته وخت نۀ ورکوي

۱۹۱یمه خبره- بېړه وکړه او مخې ته پراتهٔ کارونه دې همدا اوس خلاص کړه، هسې نۀ چې مرګ دې نېغ مخې ته ودریږي، بیا بۀ ارمان کوې چې ای کاش زۀ چا پوه کړی وای! نو همدا اوس پوه شه چې عزرائیل چاته وخت نهٔ ورکوي، ځکه خو هر چا ته بې خبره او هر کور ته بې ټکټکه ورځي.

 

پټې معاملې

۱۹۲یمه خبره- د جهاد پۀ ګرم ډګر کې دواړو لوریو ته دوه داسې کسان ووژل شول چې دواړه یې مسلمانان وو، خو د کفارو خوا ته کس مردار وګڼل شو ځکه یې نۀ چا جنازه وکړه او نۀ یې د مسلمانانو پۀ هدیره کې د خښولو اجازه ورکړه، خو هغه بل کس چې د مسلمانانو پۀ خوا کې ووژل شو هغۀ ته د شهید لقب ورکړل شو او دومره لویه جنازه یې وه چې پۀ کلي کې نۀ ځایېده ځکه خو یې پۀ دښته کې وکړه، قبر یې عامو خلکو پۀ سپینو مرمرو وپوښلو او پر شناخته یې قرآني آیاتونه او رنګارنګ حماسي اشعار ور ولیکل؛ خو کیسه بل ډول وه! هاغه کس چې پرته د جنازې له لمانځهٔ څخه یې قریبانو پۀ یوه کنده کې تر خاورو لاندې کړ، همغۀ ځوان کفار د مجاهدینو د کمین پۀ لومه کې ونښلوول چې تر لسو زیات کسان یې ووژل شول، حال دا چې د مجاهد کوم وېښتۀ ته هم زیان و نۀ رسېد او دۀ هم د خپل ځانګړي مهارت او خدعې پهٔ مټ دوه کسه داسې پکې وویشتل چې د هېچا هم ورپام نشو، خو دا بل جناب بیا د کفارو جاسوس ؤ! چې د دۀ له امله ګڼ شمېر مجاهدین هغوی نیولي او شهیدان کړي وو! مطلب دا رنګ معاملو ته پټې معاملې ویل کیږي ځکه خو پۀ آخروي قضاوتونو کې ډېر احتیاط کوئ! معلومه نۀ ده چې څوک بۀ جنت ته ځي او څوک جهنم ته؟

 

د ورور مینه

۱۹۳یمه خبره- د ورور مینه د هغۀ له وینې سره تړلې؛ یانې څو یې چې وینه و نۀ وینئ مینه یې نشئ حس کولی.

 

ماته مه ژاړه

۱۹۴یمه خبره- له تا مننه چې مې د قبر څنګ ته پهٔ ډکو سترګو ولاړ یې خو ماته مه ژاړه؛ ځکه چې زۀ څۀ نشم درکولی، بلکې څۀ نۀ لرم چې دریې کړم خو ځان ته دې خامخا وژاړه! ځکه چې هر څۀ لرې اما چاته یې ورکوې نه.

 

د انسان طبیعت

۱۹۵ یمه خبره- د انسان طبیعت د خلاقیت مرید دی ځکه خو تل د نوښت او ابتکار تابع وي او پدې برخه کې دومره افراط کوي چې کله زوړ ورور لا له نوي ملګري سره نۀ برابروي! نهٔ پوهېږم چې پوه شوئ کهٔ نه؟

 

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.