۳۶۰خبرې/ دوه څلوېښتمه برخه

امین وردگ

دښمن ته وخت ورکوه

۲۰۶مه خبره- دښمن ته دې ځکه وخت ورکوه چې ملامتیا یې زیاته شي؛ دا کار بهٔ له تا سره د هغۀ پۀ ماتولو کې لویه مرسته وکړي! مانا دا چې پدې کار سره هغهٔ له تا مخکې خپل ځان پخپله وهي.

 

جاهل او چاپلوس

۲۰۷مه خبره- هغه چې ستا هره کږه کړنه هم مقدسه ګڼي جاهل دی (پوهوول کیږي) خو چې مقدسه یې بولي دا بیا متجاهل دی (پوه دی خو ځان يې ناپوه اچولی) نو هغه چاپلوس چې خلک ورته وايي، هغه هم همدغه ناځوان دی.

 

د کور حاکم او محکوم

۲۰۸مه خبره- د کور حاکم هغه دی چې ګټه یې زیاته وي او محکوم هغه چې ګټه یې کمه وي.

 

پخه خبره

۲۰۹ مه خبره- نږدې اتیا کلن پلارجان او له ټولو مهربان استاذ ته مې یوه ورځ وویل چې وا آغاجانه تۀ خو هم د دغۀ کور یو غړی یې! نو ولې پوښتنه نۀ کوې چې څۀ کوو او څۀ خورو؟ دۀ راته وویل چې ګوره زویه! ((د چا چې عوائد پۀ کور کې نۀ وي هغه دې پۀ مصارفو کې بلکل کار نۀ لري، ځکه چې بیا بې عزته کېږي! زما یوهٔ نوړۍ ډوډۍ درسره حق دی او هغه را رسیږي الحمدلله، نور یې څهٔ کوم چې له کومه راځي او پر کومه ځي؟!)) محترم پلار جان مې؛ مولوي سردار احوج (رحمة الله علیه)

 

د سرکار مال

۲۱۰ مه خبره- دلته مشهوره ده چې وایي ((د سرکار مال درد لري خو مرګ نه)) اما زۀ وایم چې سرکار بیخي وي نه! نو بیا؟

 

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.