تواضح د مسلمان د ښو اخلاقو څخه يو مهم صفت دی ، والدين ته پکار ده چې خپل بچيان د تواضح په صفت سره عادت کړي .
نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«ومن تواضع لله رفعه الله» (شرح مسلم ۱۶/۱۴۱).
ژباړه: چا چې د الله د پاره تواضع وکړه الله تعالی به يې اوچت کړي .
پوهان وايي: کبر هغه زينه ده چې له آخري پوړ څخه سړی پر ځمکه غورځوي .