۱- صدق او په وعده باندې وفاء کول

۱- صدق او په وعده باندې وفاء کول

اخلاق د کومو صفاتو او آدابو مجموعه ده ؟

مخکې مو وويل چې اخلاق د ښو صفاتو لکه : صدق او رښتيا ، په وعده باندې وفاء ، نورو ته ضرر نه رسول او حیاء او همدارنګه ښو آدابو څخه عبارت دی .

۱- صدق او په وعده باندې وفاء کول :

 صدق او رښتيا د مسلمان د سر تاج دی، مسلمان بنده بايد پخپلو ټولو خبرو کې رښتيا ويونکی وي،صدق او رښتينولي د هر مسلمان جوهر دی او د جنت لاره ده ، ماشوم بايد د ماشومتوب څخه په دغه جوهر ښايسته او عادت کړ شي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«إن الصدق يهدي إلى البر وإن البر يهدي إلى الجنة وإن الرجل ليصدق حتى يكتب عند الله صديقاً وإن الكذب يهدي إلى الفجور وإن الفجور يهدي إلى النار وإن والرجل ليكذب حتى يكتب عند الله كذاباً» (رواه البخاري والمسلم).

ژباړه: (يقيناً صداقت بنده د نيکۍ طرف ته بيايي او نيکي بنده د جنت طرف ته بيايي تر دې پورې چې رښتيا ويونکی سړی د الله په نزد صديق وليکل شي، او یقيناً چې درواغ سړی د بدو کارونو طرف ته بيايي او بد کارونه سړی د اور طرف ته بيايي تر دې پورې چې درواغ ويونکی سړی د الله په نزد درواجن وليکل شي).

او پر وعده باندې وفاء کول د مسلمان ستر صفت دی او وفاء نه کول د منافق صفت دی .

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَءَامَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ] (المائده). ژباړه: (ای مؤمنانو پر خپلو وعدو وفا کوئ).

په وعده وفا کول د مسلمان ستر صفت دی

[وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ] (المومنون ۸). ژباړه: (او هغه کسان (کامياب شول) چې دوی د امانتونو او وعدو رعايت کوونکي دي).

د وعدې مخالفت کول د منافقت نښه ده، په حديث شريف راغلي ديعن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان» (البخاري).

ژباړه: (له ابوهريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د منافق دری نښې دي: چې کله خبرې کوي دروغ وايي، کله چې وعده وکړي په هغه وفا نه کوي او که امانت ور ته ورسپارل شي په هغه کې خيانت کوي).

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.