لیکنه: علي الله متوکل/ دعوت نیوز ویب پاڼه
عادتونه دي چي انسان بریالی کوي او یا ئې له ځمکي وهي. ځیني خلک د لټۍ څخه سر ټکوي، څوک مطالعه نه کوي، څوک تمرکز نه لري، څوک ښه اړیکي نه سي پاللی، څوک د مبایل استعمال نه سي کمولای، څوک د جماعت لمانځه کي سوستي کوي، څوک بیا ناوخته بیدیږي، دا او دې ته ورته سل و زر هغه بدعاتونه موږ لرو، چي موږ د ژوند په لوبه کي له ستونزو سره مخ کوي. علماء او پوهان ټول دا یوه خبره کوي: بدعاتونه پرېږده، غوره عادتونه به خپله در پکښي پیدا سي.
ځیني خورا ښه عادتونه سته که ئې څوک خپل کړي، نو اتومات به د بیخي لږ وخت په ترڅ کي په ځان کي یو نوی تغیر احساس کړي، ځان به یو قوي او ځواکمن شخص ورته ښکاره سي، له نورو به بېل وي او تر ټولو اړین بیا داچي پر ځان به واک او باور لري، هغه واک او باور چي د نړۍ په هر ښه او بد حالت کي دده مرسته کوي او ژغوري یې. د بیخي لویو خلکو د بایوګرافیو (ژوند لیک) تر مطالعه کولو وروسته مي دا څو عادتونه را ټول کړي، یو په یوه ئې ستاسو په وړاندي ږدم:
صبر ولره: د ژوند و ټولو چارو ته اماده ګي ونیسه، خو ځیني داسي شیان سته چي هغه زموږ په لاس کي نه وي، هغه د الله تعالی په اختیار کي دي و هغوی ته ښه راغلاست ووایه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام دعوت کاوه، خپل مقصد ئې پېژندلی وو نور چي به څه پېښېدل هغه ئې و الله تعالی ته پرېښودلي وه. بغیر له بي بي فاطمې رضی الله عنها څخه نور ټول اولادونه ئې دده په ژوند کي وفات سول، ګرانه مېرمن، نیکه، اکا ابوطالب او حمزه رضی الله عنه ئې یو په بل پسې په خاورو کي ښخ کړل، خو خپل مقصد ئې له یاده نه دی ایستلی. علماء او پوهان وایي: کوم څوک چي صبر نه لري هغوی پر ځان واک نه لري، څوک چي پر ځان واک نه لري، هغوی خپل مقصد او اهداف له لاسه ورکوي. د ناکامۍ سره مخ کېږي. صبر ولره، صبر د بریا لوی راز او غوره عادت دئ.
د صبر بله معنی داده، چي هرڅه وخت نیسي. زده کړه، مسلکیتوب، و بریا ته رسېدل او حتی هرڅه وخت نیسي، صبر ولره او زحمتونو ته ادامه ورکړه ته به ددې ګټه خامخا ووینې. ماشوم و وړکتون ته ځي، بیا ټولګیو ته ځي، بیا له ښوونځۍ څخه وځي، پوهنتون ته ځي او اخر ورڅخه یو څوک جوړیږي، که د ماشوم مور او پلار و وړکتون ته د شاملېدو په ورځ حساب وکړي چي دا څومره لوی سفر دئ، نو خامخا به ماته و مني او اولاد به له ځان سره بیرته کورته یوسي.
پر الله تعالی توکُل وکړه: له نن څخه نیولې بیا تر راتلونکي هفتې، میاشتي، کال او لسګونو کالو پوري پلانونه ولره، د خپل کار لپاره زحمت و کاږه او پر الله تعالی خامخا توکُل هم وکړه. ځیني خلک یوازي پر الله تعالی توکُل کوي، نور ئې نو پښې غځولي وي، ځیني خلک بیا ټول کارونه خپله کوي او پر الله هیڅ تکیه نه کوي. ته هم زحمت وکړه او هم پر الله تعالی باندي توکُل. دا عادت به ستا په خوښ ساتلو، مېړانه او د الله تعالی سره پر اړیکه خامخا لوی اغېز واچوي.
مطالعه وکړه: خامخا هره ورځ مطالعه وکړه، هره ورځ باید په تا کي یو لوی تغیر راسي. نړۍ خورا په تېزی سره روانه ده، که ستا علم او معلومات پر زاړه حال وه، نو له نړۍ څخه به ډېر وروسته پاته سې. مطالعه وکړه، ډېره ئې وکړه.
د ژور نال عادت خپل کړه: لیکل وکړه، څه شي باید څه وخت وکړې؟ څنګه ئې وکړې؟ ستا د کمزوری او ځواک نکتې څه شي دي؟ کوم هدفونه لرې؟ کوم هدفونه باید ژر خپل کړې او کوم وروسته؟ خپلي نظریې، ښه او بد کارونه…هرڅه ولیکه. دا شاید یوازي ستا لس دقیقې ونیسي، خو دا لس دقیقې به دي په کراره کراره ټول ژوند در بدل کړي.
تمرین کول: بریالي خلک د ژوند د هري شیبې لپاره پوره امادګي نیسي، تمرین ئې کړی وي. څنګه ناسته-ولاړه وکړي، څنګه پلان جوړ کړي، څنګه پرمختګ وکړي، څنګه خبري وکړي. دوی و هرڅه ته امادګي نیسي. ستاسو به په یاد وي، کله چي د اول ځل لپاره تاسو موټر چلول زده کړل نو تاسو وارخطا واست، یوې او بلي خواته مو کتل، موټرانو، حیواناتو او هرڅه ته مو کتل بېرېدلاست چي ټکر و نه سي، خو نن چي تاسو اماده یاست، تاسو خپل موټر چلوی او د هیڅ په کیسه کي هم نه یاست. بس، بریالي خلک همداسي د ژوند و بیخي ډېرو پیښو او کارونو ته مخکي له مخکي لا اماده دي. په تمرین کولو کولو سره اوس بشپړ دي.
په یوه ډول اوسه: د ښونځۍ، پوهنتون او اوس د کار په وخت کي د شنبې ورځ موږ ته لږ سخته وي، ځکه موږ په جمعه باندي خپل تقسیم اوقات خراب کړی وي. که رخصتۍ لږ اوږدې سوې، لکه د اختر، نو بیا خو یوه مکمله هفته زموږ تقسیم اوقات ګډوډ وي. روزمره کارونه دي ټول په یوه ډول وکړه، پر یوه وخت بیدېدل او راکښېنستل، یوه برابره معلومه اندازه خوراک، څيښاک او خوب. حتی د رخصتیو په ورځ هم داسي مه کوه چي په ماخستن کي ناوخت بیدېږې او په سهار کي ناوخته را کښېنې. هر وخت یو ډول او منظم اوسه. دا به ستا سره په کارونو کي خامخا مرسته وکړي.
له ناکامۍ زده کړه وکړه: له ناکامۍ څخه چي کوم درس لاسته راځي هغه تر ټولو اړین درس دئ. موږ د یو کار په ښه ډول سرته رسولو څخه یوازي تجربه لاسته راوړو او که کوم کار کي ناکام سو، نو تجربه او درس دواړه لاسته راوړو. د خپلو ناکامیو څخه مننه وکړه او درس ځني واخله. تشویش کي لوېدل، بې صبري کول، پر ځان باور له لاسه ورکول، بیا هڅه نه کول او یا ماتېدل نه دي پکار.
زیات فعاله اوسېدل: بریالي خلک خپل کارونه پر خپل وخت کوي. هر کار ته وخت ورکوي، هیڅ کوم کار سبا یا یو ساعت وروسته ته نه ځنډوي. که څوک ورته درې کارونه و سپاري، نو دی پنځه کارونه وکړي او په ښه توګه ئې وکړي.
امید ولری: که لږ شاته راغلې، که ستونزو کي را ګیر سوې، که دي ځان کي کمزوري احساس کړل، نو امید او هیلي دي په خاورو مه وهه. امید ولره، ستونزي تا قوي کوي، شاتګ تاسو پرمختګ ته بیایي او ستاسي امیدونه ستاسي د موټر تیل دي.
سرمایه ګزاري وکړی: پر ځان سرمایه ګزاري وکړی. د روغتیا لپاره ورزش وکړی، د ذهن لپاره مطالعه وکړی او نوي مسلکونه زده کړی او د تلپاتي بریا لپاره له الله تعالی سره اړیکه قوي کړی. دا د بریالیو خلکو هغه عادت دئ چي هیڅکله ئې نه پرېږدي، حتی که ئې پښه د ګور پر غاړه وي، نو هم په بستر کي مطالعه کوي، الله تعالی ته دعاګاني کوي او په پروتي د لاسونو او پښو ښورولو په مټ ورزش کوي او ددې امید ساتي، چي زه به خامخا را پورته کېږم او تکړه کېږم به.
راتلونکي ته پلان: بریالي خلک د سبا لپاره یوه معلومه طرحه لري. بریالي خلک هرڅه لیکي. کله چي سهار له خوبه را پورته سي، نو پوهیږي چي کوم کار وکړم. اولیتونه ور معلوم وي، د اړینو او نا اړینو کارونو تر منځ توپیر ورته معلوم وي. که د سبا پلان نه وي، نو د پرون په څېر به مو نن یوه بله ورځ هم ضایع سي.
له چا او شي څخه بېره نه لرل: پر الله تعالی بشپړ توکُل کوي او خپل زحمت ګالي، له خلکو او حالاتو څخه بېره نه لري. که ستا تقدیر د الله تعالی سره وي او ترڅنګ ئې ته زحمت ګالې او پر ځان باور لرې او پر الله تعالی توکُل کوې، نو بېره له څه شي څخه کوې؟ بېره نه لرل دا د بریالیو خلکو زورور عادت دئ.